د لاس رسي وړ اتصالات

بېجنگ خپلو ټاپوگانو ته د امریکايي جنگي کشتۍ تگ غندلی


د متحده ایالاتو جنگي سمندري بیړۍ د چین د مصنوعي ټاپوگانو ٢٢ کیلومترۍ ته نږدې شوې ده

د متحده ایالاتو جنگي سمندري بیړۍ د چین د مصنوعي ټاپوگانو ٢٢ کیلومترۍ ته نږدې شوې ده

د متحده ایالاتو جنگي سمندري بیړۍ "يو اس اس لاسن" د چین د مصنوعي ټاپوگانو ٢٢کیلومترۍ ته رسیدلې چې کیدای شي د نړۍ په یو له تر ټولو مصروفه سمندري اکمالاتي لاره کې د وضعیت د لا خړپړتیا سبب شي.

دا عمل د چین د قهره ډک غبرگون راپارولی دی. د چین گاونډي هیوادونه هم په دغو اوبو باندې د ملکیت ادعا کوي.

راپورونه وایي چې دې جنگي بیړۍ سره دوه څارونکي الوتکې هم مل دي. د متحده ایالاتو یو پوځي چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل چې دا ماموریت له کومې پیښې پرته سرته ورسید، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله کلک غبرگون ښودلی او وویلي دي چې متحده ایالات دې د ډیرې هوښیارۍ هڅه نه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کنگ داسې وویل "که چېرې کوم هیواد دا خیال ولري چې زمونږ په سیمه کې د چین په قانوني، منطقي او منصفانه فعالیتونو کې مداخله وکړي او یا یې مخه ونیسي، زه له دې هیوادونو څخه غواړم چې ژر تر ژره دې دا خیال له سره وباسي. که چېرې څوک په دې سیمه کې لانجو جوړولو ته دوام ورکړي او له هیځ نه ستونزې جوړې کړي چین به دې نتیجې ته ورسیږي چې په سمندر کې خپل د ساختماني کار قابلیت قوي او چټگ کړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکایي جنگي بیړۍ په جاپان کې د یوکوسوکا له بندر نه حرکت کړی و، او په غیر قانوني توگه د چین اوبو ته ننوتلې وه چې دوی ورته خبرداری ورکړی او تعقیب کړې یې ده.

د جاپان د حکومت یوه چارواکي نن سې شنبې وویل چې د چین د جنوبي سمندر په لانجمنو اوبو کې د چین له خوا جوړ شوي ټاپوگان یو اړخیز اقدام دی چې سیمې کې یې خړپړتیا رامنځ ته کړې ده.

د جاپان د کابینې وزیر، یوشي هاید ساگا وایي"د چین د جنوبي سمندر په اوبو کې د ډیرو خاورو اچول او ساختماني کار، د یوې چینايي پوستې جوړول، د اوسنیو ضوابطو بدلول او یو اړخیز اقدامات، لانجې رامنځ کړي دي. زه باور لرم چې نړیواله ټولنه هم په همدې اړه اندیښنې لري.

د فلیپین جمهور رئیس بیناینو اکینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د چین د جنوبي سمندر په لانجمنو اوبو کې د متحده ایالاتو د گزمې سمندري بیړۍ هیځ ستونزه نده او فلیپین له دې کار نه په سیمه کې د قدرت د انډول لپاره هرکلی کوي.

ښاغلي اکینو زیاته کړه چې د چین د جنوبي سمندر په اوبو کې او د فلپین د لویدځ سمندر په اوبو کې د ټولو اړخونو له خوا د تگ راتگ ازادي شته او داسې ښکاري چې هر یو د تگ راتگ ازادي تضمین کوي. په دې اساس زه په امریکایي بیړۍ کې کومه ستونزه نه وینم چې د نړیوال قانون په اساس دې اوبو کې تگ راتگ کوي."

د یو اس اس لاسن بیړۍ د سوبي نومي ټاپوگانو ته رسیدلې ده چې د چین په واک کې دي، خو تایوان، ویتنام او فلیپن هم د دغو اوبو د مالکیت ادعا کوي. داسې گمان کیږي چې شاوخوا ٢٠٠ چینایي عسکر د چین په جنوبي سمندر کې د سوبي په ټاپوگانو کې میشت شوي دي.

XS
SM
MD
LG