د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د جنوبي چین د سمندرگې په اړه خبري نرمي کړی


د امریکا متحده ایالاتو او چین د دوشنبي په ورځد لوړې کچې د کلنۍ غونډې په پیل کې هڅه وکړه چې د جنوبي چین سمندرگي په سرمخ په زیاتیدونکي لانجې د کمولو دپاره د دغي غونډی نه گټه پورته کړی،او یا لږ ترلږه ددې ستونزې د حل لپاره یو مثبت گام واخیستل شي.

خوکارپوهانو بیا ویلې دي، چې داسي ډول ډپیلوماټیکې خبرې به په دغو جنجالي اوبوکې د چین فعالعتونه ونه دروي.

​د چین له لخوا د جنوبي چین په سمندرگې د ملکیت د ادعا په اړه سخت دریځه چلند اندیښنې زیاتي کړیدی.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کېری وایي لا زیاتې ډیپلوماسي ته اړتیا ده.

،،موږ د مدعیانو د هیڅ کومې ادعا په هکلهکوم دریځ نه دی غوره کړي. او یواځنی دریځ چې موږ ېې لرو دا دی چې دغه مسله باید په یوه اړخیز ډول حل نشي. راځئ چې دا ستونزه د قوانینو دلاری، د ډیپلوماسي او د خبرو دلاری حل کړو. او موږ پر ټولو هېوادونو ټینگار کوو، چيیو ډیپلوماټیک حل پیدا کړي چې بنسټ ېې د نړیوالو معیارونو او د قونینو پراساس وي،،.

چین له ډیره وخت راهیسي په واشنگټن د ا تور لگوي چې پدې برخې کې طرف نیسي او د چین جمهوریس (‏ژي جې پینگ) بیا د نور دوه اړخیزه باور او د اعتماد غږ کړی دی.

هغه وویل،،،چین او د امریکا متحده ایلات باید راوبط زیات کړي او د اسیا د آرام سمندر د چارو په اړه همکاري زیاته کړی. د آرام سمندر پراخه سیمه بهد همکاری ځانگړی چوکاټ وی، نه باید د سیالي ډگر،،.

خو د چین د دې ادعا په هکله به په نړیواله سطح ډیر ژر پریکړه وشي چېوایي د جنوبی چین د سمندر ټوله سیمه د دوي ده. څیړونکې په دی نظر دی، چې ددی احتمال نشته چې چین دی په خپل درېځ کې بدلون راولي.
بوني گلیسر چې د سیسس په څیړنیز مرکز کې د چین د بریښنا د پروژي ریسه ده په دی نظر ده.

،،زه داسي فکر نه کوم چي دا پریکړه به چین لخوا د مځکي بیرته د خپلو دپاره د تاسیساتو جوړل، یا پوځي کولو دپاره د چین فعالعتونه ودروي او یا به ېې رو کړی،خو ددی احتمال شته چې د پریکړې ځینې برخي به که څه هم چین به یی رد کړی کیداسي په خاموشي سره یوه جوړجاړي ته لاره هواره کړی،،.

گلیسرواېې، چین کیدای شي چې په دغو اوبو کې د کبانو د نیو لو په فعالعتونو کې مداخله بنده کړي، خو هغي د واشنگټن او د بیجنگ ترمنځ د اختلافاتو کمیدل نه ووینې، هو هغه واېې خبري مرسته کولاي شي.

XS
SM
MD
LG