د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت په ټیم کې ستر بدلونونه


له ښي اړخه: د سي آی اې رئیس لیون پنیتا، ددفاع وزیر رابرت ګیټس او جمهور رئیس براک اوباما
له ښي اړخه: د سي آی اې رئیس لیون پنیتا، ددفاع وزیر رابرت ګیټس او جمهور رئیس براک اوباما

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د پنجشنبې په ورځ د خپل ملي امنیت په مامورینو کي د مهمو تبدیلیو اعلان وکړ چې دمهمو ستونزو په اواروولو کی ورسره مرسته وکړی.

په دې کې پلان شوی نوی پړاو هم شامل دی. په دې کې په افغانستان کې روانه جګړه او په امرېکا سېاسی مبارزی چې ددفاع په بودجه باندی کېږی.

ښاغلی اوباما خپل نوی ټېم چې په هغو کې سېاسی ، نظامی او تجربه کار دېپلوماتان شامل دی د پنجشنبیپ په ورځ په سپېنه ماڼی کې اعلان کړ. لکه څنګه چې توقع وه

د سي آي اې رئیس لییون پېنېټا یې د ددفاع د وزیر رابرټ ګېټس په ځای مقرر کړی دی. البته وروسته له هغه نه چې رابرت ګېټس د جون په مېاشت کې استعفې وکړی. ښاغی اوباما همدارنګه په افغانستان کې دامرېکا اوناټو دقواو قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېېس دامرېکا داستخباراتو دموسسی ېعنی سی آی اې رېئس مقرر کړ.

جمهوررئیس ډګر جنرال ( جان ایلن ) د ښاغلي پیټرېېس په ځاي په افغانستان کي د امریکایي قواو عمومي قوماندان وټاکه او ( ریان کراکر ) یې چي یو پوخ او تجربه کار دیپلومات دی په افغانستان کي د امریکا د سفیر په توګه مقرر کړ.

ښاغلي اوباما ددې تبدیلیو د اعلانولو په وخت په سپینه ماڼۍ کي وویل چي د لېون

( پې نټه ) وطن پالنه او اداري مهارتونه وستاېل او وې ویل چي هغه د وحشیانه تندروۍ په مقابل کي د امریکا د ملت په جګړه کي « قاطع نقش » لوبولی دی. لېون پانېټه ووېل دده اول کار به داوی چې ددې ملک ملی امنېت وساتی.

ښاغلي اوباما همدارنګه په افغانستان کي د امریکا د نظامي عملیاتو عمومي قوماندان

ډیویډ پیټریاس چې د سي آي اې د رئیس په توګه ېې وټاکه، هغه یې د امریکا د لوړو ستراتیژیکي مفکرانو په جمله کې وباله او ویې ویل چي پیټریاس د اردو بهترین منصبدار دی.

ښاغلی اوباما دامرېکا سنا دېته وهڅوله چې دغه څلور نوی ټاکل شوی کسان منظور کړی. رپوټ وايی دامرېکا د جمهوری غوښتونکی ګوند او دېموکرات ګوند معتبرو غړېو دغه نومونی ستاېلی دی.

ښاغلی اوباما ووېل دانوی ټېم به دناټو په مشرتابه د طالبانو خلاف جګړه کې دنوي پړاو په اداره اوکنترول کې برخه واخلی. په نوی پړاوکې امنېتی مسوولېتونه افغان قواوته سپارل کېږی او د جولای دمېاشتی نه وروسته به دامرېکا قواو موجودېت په افغانستان کې کم کړی.

XS
SM
MD
LG