د لاس رسي وړ اتصالات

عراق، سوریې ته تللي امریکایان د چا په ضد جنګیږي؟


امریکايي چارواکي وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰ امریکايانو هڅه کړې وه چې د عراق او سوریې جګړو کې د ګډون لپاره دغو هيوادونو ته ولاړ شي
امریکايي چارواکي وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰ امریکايانو هڅه کړې وه چې د عراق او سوریې جګړو کې د ګډون لپاره دغو هيوادونو ته ولاړ شي

په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۱۴ امریکایان د عراق او سوريې په جګړو کې ښکیل و. دوي د امریکا پوځيان نه و او نه هم د متحدو ایالاتو د حکومت لخوا دغو جګړه ځپلو هيوادونو ته استول شوي و.

د ستراتیژیک دیالوگ په نامه یوه نړیوال سازمان ویلي چې عراق او سوريې ته په ورغلو امریکايانو کې تر نیمايي ډیر د اسلامي دولت ډلې یا داعش په خلاف جنګ ته وردانګلي.

رپوټ د هغو بهرنیو جنگیالیو هویتونه او انگیزې څیړلي چې د ٢٠١٥ کال تر پایه یې سیمې ته یې د داعش او یا نورو پیژندل شویو ډلو سره د جگړې په مقصد سفر کړی دی.

امریکايي چارواکي وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰ امریکايانو هڅه وکړه چې د عراق او سوریې جګړو کې د ګډون لپاره دغو هيوادونو ته ولاړ شي خو ګڼ شمیر پخپل نیت کې یا بریالي نشول یا یې مخه ونیول شوه.

که څه هم چې امریکا داعش او نورو ترهگرو ډلو ته د بهرنیو جنگیالیو د ورتگ مخه تر یوه حده نیولې ده، خو عراق او سوریې سفر کول په خپل ذات کې غیر قانونی نه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوازې خلکو ته دې هیوادونو ته د نه ورتگ مشوره ورکوي.

خو یو شمیر امریکایان چې د داعش پر ضد جنگیږي ادعا کوي چې په عراق کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مامورینو په شفاهي توگه د دوی ددې کار ملاتړ کړی دی. ددې جنگیالیو څخه یو تن چې ماتیو وان ډیک نومیږي د امریکا غږ ته د سکایپ له لارې وویل "دا واقعا پوره مشغولونکې دنده ده"، ماتیو د خپلې هڅې په هکله چې د عراق په شمال کې آسوري مسیحیانو ته د جنگي زده کړو لپاره په پخپله روزنکي جلب کړي وایي "دغه کار ډیر ښه روان دی".

خو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د وان ډیک د ادعا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا غږ ته بل ډول څرگنودنې کړي دي "مونږ عراق ته د امریکایانو د شخصي غیر ضروري سفر ملاتړ نه کوو".

جنگیالي څوک دي؟

د رپوټ له مخې د داعش ضد جنگیالي په عمده توگه د ترکیې نه د عراق کردستان ته ځي او د محلي قواو سره یوځای کیږي. یو شمیر نور بیا د اروپا او خلیج هیوادونو له لارې عراق ته ځي.

ددغو جنگیاليو شاوخوا ٣٠ فیصده پخواني پوځیان دي چې زیات شمیر یې په عراق کې د غربي هیوادونو په عملیاتو کې برخه اخیستې او سیمه "د خپل دوهم کور په توگه" پیژني.

XS
SM
MD
LG