د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د اقلیمي بدلون موافقه رسما تصویب کړه


امریکا او چین په نړۍ کې د اقلیم دوه ستر ککړونکي هېوادونه بلل کیږي
امریکا او چین په نړۍ کې د اقلیم دوه ستر ککړونکي هېوادونه بلل کیږي

چین او امریکا د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره په پاریس کې شوې موافقه رسمآ تصویب کړه.

امریکا او چین په نړۍ کې د اقلیم دوه ستر ککړونکي هېوادونه بلل کیږي. بیجینګ او واشنګټن د ډسمبر په میاشت کې ژمنه کړې وه، چې په دې اړه به نور ګامونه واخلي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د چین ولسمشر جي پنګ په بیجنګ کې دغه اعلان وکړ. ولمسشر اوباما وویل چې د اقلیم بدلون داسې یوه ستونزه نه ده، چې کوم هېواد دې ورسره په یوازې سر مبارزه وکړی شي.

ښاغلی اوباما وایي په دې هیله چې له دغه تړون نه هر څوک ګټه واخلي" د اقلیم له بدلون سره زموږ مبارزه زموږ د خلکو په عمل او د انسانانو په ښه نیت پورې تړلې ده. "

ولسمشر اوباما د نړۍ د جي۲۰ هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

په همدې حال کې د چین ولسمشر وویل چې د خلکو ملي کانګرس یې له یوې اونۍ بحث ورسته د اقلیم سره د مبارزې په اړه پرېکړه ومنله. د چین رسمي اژانس ژینهوا وايي چې بیجینګ به د اقلیم سره په مبارزې کې لوی رول ولوبوي.

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د نړۍ او اروپايي ټولنې ۱۷۹ استازو په پاریس کې د اقلیم سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړه اوتړون وکړ.

خو تراوسه یوازې ۲۳ هېوادونو دغه تړون رسمآ منلی دی. د دغې موافقې د عملي کولو لپاره لږ تر لږه باید ۵۵هېوادونه یې ومني.

خو د چین او امریکا له لورې د دغې موافقې تصویبول یو لوی ګام ځکه بلل کیږي، چین د نړۍ ۲۵ فیصده او امریکا ۱۵ ګاربن ډي کسایډ تولیدوي، چې چاپيریال زیانمنوي او ککړوي.

XS
SM
MD
LG