د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت وغزوه


ښاغلي اوباما د روان کال په پیل کې ویلي و چې د امریکا پوځ به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې محاربوي ماموریت نه لري.
ښاغلي اوباما د روان کال په پیل کې ویلي و چې د امریکا پوځ به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې محاربوي ماموریت نه لري.

د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اوباما یو داسې پټ فرمان امضا کړی دی چې په لړ کې به یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نظامي ماموریت د یوه بل کال د پاره وغځېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۱ نېټه لیکلي دي چې امریکايي ځواکونو به په افغانستان کې په مخامخ محاربوي ماموریت کې د یوه بل کار د پاره هم برخه اخلي.

ښاغلي اوباما د روان کال په پیل کې ویلي و چې د امریکا پوځ به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې محاربوي ماموریت نه لري.

هغه ویلي و چې ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې شي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د القاعدې د غړو لټون به کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر اوباما دغه وروستۍ پرېکړه په دې ورستیو اونیوو کې په سپینه ماڼۍ کې د خپل ملي امنیت د سلاکارانو سره په یوه غونډه کې وکړه.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر اوباما د نوي فرمان په ترڅ کې به د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو د ملاتړ دپاره په ځینو موارد کې د هوايي عملیاتو د ترسره کولو اجازه وي.

د فرمان له مخې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې کله ناکله به د طالبانو پرضد په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره مله وي.

نیویارک ټایمز داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو خبر خپروي، چې وړاندې ولسمشر اوباما ویلي و چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې د امریکا جنګي ماموریت ختمیږي.

XS
SM
MD
LG