د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ناټو په غوڼدې کې د بهرنیو چارو د وزیر ګډون تائید کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به د ناټو په غونډې کې برخه واخلي چې په بلجیم کې جوړیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به د ناټو په غونډې کې برخه واخلي چې په بلجیم کې جوړیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به د همدې میاشتې په ۳۱ مې نیټې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي.

په پام کې وه چې دغه غونډه د اپریل د میاشتې په ۵ مې او ۶ مې شوې وه چې امریکا ویلي و د بهرنیو چارو وزیر به یې پکې برخه وانشي خیستلی.

د امریکا دغې پریکړې د ناټو د غړیو هیوادونو اندیښنې لا پسې زیاتې کړلې ځکه چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر وخت ناټو د "کاره لویدلی" سازمان یاد کړی و او په ځینو غړیو یې انتقاد کړی و چې د سازمان سره په کافي اندازه مالي مرستې نکوي.

خو د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي پرون د جمعې په ورځ وویل " دا چې د غونډې مهال ویش بدل شو، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به وکړي چې شې پکې برخه واخلي."

پخپله د ناټو سازمان تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG