د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د خروج په درشل کې د امریکا کانګرس اندېښنه څرګنده کړې


له افغانستان څخه د خروج په درشل کې د امریکا کانګرس اندېښنه څرګنده کړې
له افغانستان څخه د خروج په درشل کې د امریکا کانګرس اندېښنه څرګنده کړې

د امریکا د کانګرس د یو تحقیقي راپور نه دا خبره څرګنده شوې چې په افغانستان کې د ملت رغونې او ابادئ لپاره چې د امریکا حکومت تر اوسه پورې کوم کوښښونه کړي دي، په ډیره کمه اندازه یې دغه کوښښونه بریالي شوي دي او کله چې خارجي عسکر د افغانستان نه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ووځي نو شاید چې دغه بریالیتوبونه دوام هم ونه مومي.

د امریکا د کانګرس په دغه راپور کې چې نن د چهارشنبې په ورځ خپور کړ، د امریکا د مشرانو د خارجي اړیکو جرګه ګئ جوړ کړی دي، وايي تقریبا کوم ١٩ میلیارده ډالر چې د امریکا حکومت تراوسه پورې د ملت رغونې او ابادئ په کارونو باندې خرڅ کړي دي، او د تېرې یوې لسزې نه ېې د زېاتې مودې پورې د افغانستان د حکومت سره مرسته کړې، عملا یې ډېره کمه نتیجه ورکړې ده.

دا راپور وېې دومره زېاتې پېسې چې دتېرو لسو کلونو څخه زېاتې مودې په دوران په افغانستان کې په ابادولو او بېا رغونې باندې لګولي دي تراوسه پورې یې په بل کوم هیواد کې نه مصرف کړي.

د امریکا دمشرانو جرګې دخارجي اړېکو راپور وايي د امرېکا حکومت په افغانستان کې د بادئ او ملت سازئ په پروژو باند ېدومره زیاتې پېسې مصرف کړي دي چې دافغانستان د حکومت ادارو د خپلې کمزورتېا په وجه په سمه توګه پر ځای لګولې نه شوې او په نتیجه کې یې په افغانستان کې په محلي سطحه رشوت خوري رواج کړه.

د کانګرس دا تازه راپور په داسې حال کې خپور شو چې د اوباما حکومت لګیا دی په دې باندې غور کوي چې په افغانستان کې دامریکا د تقرېبا سلو زرو عسکرو د جملې نه یې سږکال څومره عسکر راوباسي.

راپور وايي چې دامرېکې حکومت باید په عاجل ډول دخپلو مرستو په پروګرامونو باندې له سره غور وکړي.

راپور وايي چې فعلا د امریکا حکومت په افغانستان کې د ابادئ په کارونو باندې په میاشت کې ٣٢٠ مېلونه ډالر لګوي. راپور وايي دغه پیسې په افغانستان کې د امریکا د هغو نظامي او پراختېاوي لګښتونو ېوه برخه تشکېولي چې اوس د افغانستان د ټول اقتصاد ٨٧ فیصده جوړوي.

د امریکا د کانګرس راپور په پاې کې خبردارئ ورکړل شوی که په مناسب ډول د آبادئ لپاره کوم پلان جوړ نه شي نو کله چې په ٢٠١۴ مېلادي کې خارجي عسکر د تقسیم الاوقات له مخې د افغانستان نه ووځي او دغه پېسې پرې قطع شي نو د افغانستان اقتصاد به د یوه ډیر سختې تنګسې سره مخامخ شي.

په راپور کې غوښتنه شوې چې په ناڅاپي توګه دمرستو د بندولو او په اوږده موده کې دخارجي مرستو دپاې ته رسولو ترمنځ باېد ېوه مناسبه موازنه او بېلانس وساتل شي.

دا راپور دامرېکا په مشرانو جرګه کې دېموکراتانو لیکلی دی مګر د جمهوري ګوند غړو هم په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو په دوران کې د امریکا تر مشرئ لاندې د طالبانو او القاعدې پر خلاف د جنګ د اوږدې مودې مصارفو او لګښتونو په اړه خپل تشویش څرګند کړی دی.

د دواړو ګوندونو یو شمېر غړو په چټکئ سره په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د کمولو غوښتنه کړې ده، او کله چې امریکايي کوماندو د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې سږکال ووژه نو اوس دغه غوښتنه نوره هم زیاته شوه.

ټاکل شوې چې د راتلونکو څو هفتو په موده کې به جمهور رييس اوباما په افغانستان کې دامریکايي عسکرو په باب خپله پرېکړه اعلان کړي.

ټاکل شوې چې نن به د مشرانو جرګې د خارجي اړیکو جرګه کې د افغانستان لپاره د امریکا د نامزد سفیر، راین کراکر د منظورئ په باب یوه استعماعیه غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG