د لاس رسي وړ اتصالات

د دونالد ټرمپ په هکله د کانگرس د غړو هیلې او اندیښنې


د متحده ایالاتو د کانگرس ودانۍ
د متحده ایالاتو د کانگرس ودانۍ

د کانگرس د غړو د کار له پیل سره سم، په دواړو خونو کې جمهوري غوښتونکي او دموکراټان فریضې وړاندې کوي او حدسونه وهي چې د جمهور رئیس په توگه د ډونالد ترمپ انتخابیدل به په راتلونکې میاشتو کې د امریکا د حکومت د راتلونکې کال د بودجې په ساتلو باندې څه اغیزه وکړي.

جمهوري غوښتونکي اوس د امریکا د استازو او سنا مجلسونو کې اکثریت دي خو د ٢٠١٧ میلادي کال د جنوري په شلم باندې کله چې منتخت جمهور رئیس ډونالد ترمپ د لوړې مراسم تر سره کړل، سپینه ماڼۍ به هم د جمهوري غوښتونکي گوند په لاس کې وي.

ټاکل شوې ده چې نن سې شنبې د سنا مجلس هم په کار پیل وکړي. په سنا مجلس کې د اکثریت مشر، میج مکانل ویلي چې د فدرال حکومت د بودجې تمدید به د دوی په لومړیتوبو کې وي. اقلیت دموکراتان به د دې وړتیا ولري چې د ځینو لایحو د تصویب مخه ونیسي خو د ټولو لایحو د تصویب مخه نشي نیولی.

د امریکا په سنا مجلس کې د اکثریت مشر، میچ مکانل
د امریکا په سنا مجلس کې د اکثریت مشر، میچ مکانل

بل خوا د منتخب جمهور رئیس ډونالد ترمپ له خوا د ځینو مهمو چارواکو ټاکل د امریکا په کانگرس کې د غبرگونو لامل شوي.

ښاغلي ترمپ د یکشنبې په ورځ رینس پریبس د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشر په توگه وټاکو چې د جمهوري غوښتونکي گوند د ملي کمیتې مشر دی او ستیفن بینن یې چې پخوا د یو محافظه کار ویب پاڼې مشر و د خپل مهم سلاکار او ستراژیست ټاکلی.

د جمهوري غوښتونکي روجر مارشال په څیر د کانگرس ځیني نوي ټاکل شوي غړي د دې اشخاصو په اړه ډیر مالومات نلري.

ښاغلی مارشال وایي"ما هم دا نومونه واوریدل، خو نه یې پیژنم. زه د دوی د منځ په سیاستونو باندې خبر نه یم. زه په منتخب جمهور رئیس ډونالد ترمپ باندې باور لرم."

خو د کانگرس جمهوري غوښتونکی بل منتخب غړی جمیز کامر بیا په دې اړوند خوشبینه دی او وایي. "زه غواړم چې دواړو ته فرصت ورکړم او باور لرم چې مونږ او امریکا دې ضرورت لرو چې ډونالد ترمپ ته یو موقع ورکړو. دا یوه نوې اداره ده او دا د هغه اداره ده."

کانگرس ته د ایلونای ایالت څخه نوی ټاکل شوی دموکرات غړی برډ شنایدر بیا د ډونالد ترمپ له خوا د ستراتیژست او سلاکار په توگه د بینن د ټاکلو په اړه اندیښمن دی.

ښاغلی شنایدر وایي "زه باور لرم چی زمونږه ولس داسې ولس دی چې په مخ ځي او خلک سره یوځای کوي خو هغه [ستیفن بینن]په تیرو وختونو کې د نژاد پرستۍ او د یهوادانو ضد څرگندونې کړې دي. زه د هغه د ټاکلو په اړه اندیښمن یم."

تر تیرې اونۍ پورې د کانگرس اکثره جمهوري غوښتونکو غړو دا تمه درلوده، کله چې دا اونۍ بیرته کار پیلوي نو د یو دموکرات حکومت تر سیورې لاندې به ژوند پلان کړي او ان د سنا مجلس به هم د دموکراتانو په لاس کې وي خو بر عکس د واشنگتن ټول قدرت د جمهوري غوښتونکي گوند په لاس کې دی او هغوی پدې خوشاله دي چې اوس د خپلو موخو د ترلاسه کولو ښه موقع په لاس ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG