د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د امریکا د بندیزونو د غزولو غچ به واخلي


پر ایران باندې لومړي ځل په ١٩٩٦ کې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه ولگول
پر ایران باندې لومړي ځل په ١٩٩٦ کې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه ولگول

ایران وایي د امریکا د سنا مجلس پریکړه چې پر تهران باندې بندیزونه د لسو نورو کلونو لپاره وغزوي، د هغې معاملې خلاف دي چې د ایران او د امریکا په گډون د شپږو ځواکمنو لویدیځ هیوادونو ترمنځ شوې ده. ایران گواښ کړی دی چې دوی به ددې پریکړې غچ واخلي.

پر ایران باندې د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٦ کې د امریکا متحده ایالاتو په دې مقصد بندیزونه ولگول چې د هغه هیواد د انرژۍ په صنعت کې د پانگونو مخه ونیول شي او تهران ونه شي کړای چې اتومي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي گوند مشر میچ مکانیل ویلي چې امریکا باید پر ایران باندې خپل نفوذ وساتي.

ښاغلي مکانیل وايي "د ایران د تهاجم او پرله پسې هڅو په پام کې نیولو سره چې غواړي په ټول منځني ختیځ کې خپل نفوذ پراخ کړي، ددغه بندیزونو جاري ساتل ضروري دي".

ایران وایي د متحده ایالاتو د کانگرس له لورې پر دې هیواد باندې د بندیزونو د اوږدولو پریکړه د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو لویدیځو هیوادونو ترمنځ د اتومي پروگرام اړوند موافقې خلاف کار دی، خو امریکایي چارواکي وایي دا پریکړه د ایران سره د اتومي معاملې نه سرغړونه نه کوي.

د ایران دولتي تلویزیون د هغه هیواد د بهرنیو چارو د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکلي چې "د امریکا د کانگرس له لورې د بندیزونو اوږدول د [اتومي] معاملې خلاف دي". هغه ویلي دي چې دوی به ددې مسلې په اړه د ایران کمیټه چې د اتومي معاملې د پلي کیدو څارنه کوي، خبره کړي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یی د نوامبر په میاشت کې ویلي وو چې د بندیزونو هر ډول غزونه به اتومي معامله ماته کړي. هغه د متقابل اقدام او غچ اخیستنې گواښ هم کړی و.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د سنا په مجلس کې دواړو ګوندونو [جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو] ویلي دي چې دغه بندیزونه د ایران سره د نړیوالې ټولنې د موافقې د تطبیق دپاره ډیر مهم دي.

د دواړو ګوندونو استاځو د پنجشنبې په ورځ پر دې مسلې باندې د بحث په وروستۍ ورځ د لایحې د تصویب کیدو ملاتړ وکړ.

د نیو جرسي د ایالت سناتور باب مینندز استدلال وکړ چې امریکا باید پر ایران برلاسې اوسي " د هغه وخت راهیسې چې اتومي موافقه تطبیق شوه، ایران په سیمه کې بې ثباتۍ ته دوام ورکړې دی او د ترهګرو شبکو او لاس پوڅو ډلو په واسطه یې په سیمه کې خپل واک زیات کړی دی. ایران شوې موافقه او زمونږ عزم او اراده آزمايي".

ښاغلي مینندز دا هم ویلي چې تهران په دې وروستیوو کې د اوږد واټن ویشتونکي بالیستیکي توغندي هم آزمویلي دي.

د پنجشنبې د ورځې په رای ګیری کې د سنا د ۱۰۰ څخه ۹۹ غړو د نویو بندیزونو په دفاع کې رایې واچولې او یواځي د ویرمانت سناتور برني سندرس ددې لایحې په هکله د رای ورکولو څخه ډډه وکړه.

پر ایران باندې د امریکا له لورې د بندیزونو د اوږدولو لایحه اوس سپینې ماڼۍ ته استول کیږي چې جمهور رئیس یې لاس لیک کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ په وار وار د ایران او سترو قوتونو ترمنځ اتومي موافقه غندلې ده او هغه یې د ټول وخت تر ټولو احمقانه معامله گڼلې ده او ویلي یې دي چې ددې معاملې په نتیجه کې به ایران په مطلقه توگه اتومي وسلو ته لاس رسی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG