د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د مشرتابه په بحران کې


Para anggota TNI memperagakan kemampuan bela diri di pelabuhan barang Indah Kiat pada parade memperingati HUT TNI ke-72 di Cilegon, Banten.
Para anggota TNI memperagakan kemampuan bela diri di pelabuhan barang Indah Kiat pada parade memperingati HUT TNI ke-72 di Cilegon, Banten.

د امریکا په کانګرس کې یو ډول نامعین حالت حاکم دی ځکه جمهوري غوښتونکي اوس هم په دې نه دي توانېدلي چې د جان بېنر ځای ناستی پیدا کړي. جان بېنر په دې ورستیوو کې اعلان وکړ چې د کانګرس د مشري څخه استعفی کوي.

اوس مهال د کانګرس سم نیمايي غړي مشر نلري او دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وروسته ګانګرس باید د فیډرالي حکومت بودیجه تصویب کړي ترڅو د حکومت د ځینو برخو د بندېدو مخنیوی وشي.

په واشنګټن کې د کانګرس مشري، یوه له تر ټولو قوي مقامونو څخه شمېرل کېږي او په تاریخي لحاظ د امریکا د [سیاسي مساحت] پر یوې غټې برخې باندې نفوذ لري. تیره اونۍ د استاځو د مجلس د اکثریت مشر، جمهوري غوښتونکي کېون مکارتي ناببره اعلان وکړ چې هغه به د جان بېنر پر ځای سیالۍ ته ونه دریږي.

اوس کانګرس د یوې اونۍ دپاره په رخصتۍ تللی دی او د کانګرس د مشرۍ دپاره مخکښ کاندید لا تراوسه په ډاکه شوی نه دی.

د استاځو د مجلس جمهوري غوښتونکی غړی جېسن شافیتز د اې بي سي تلویزوني چینل ته په مرکې کې وویل چې " مونږ ته یو تازه پیل په کار دی. "

ښاغلی شافیتز غواړي چې د استاځو د مجلس مشر شي. هغه د اې بي سي تلویزوني چینل ته په مرکې کې داسې وویل "زه په عدالت کې شهرت لرم. زه به د ټول سیاسي دګر هر اړخ ته غوږ کښېږدم. په رېښتیا هم د کانګرس د مشر دنده دا ده چې د اساسي قانون افسر واوسي او دا یقیني کړي چې په بهیر کې مساوات او عدالت رعایت شي."

راین: زه مشري نه غواړم

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشران بیا غواړي چې د استاځو د مجلس غړی او د ۲۰۱۲ کال د جمهوري ریاست دپاره د جمهوري غوښتونکو د کاندید مرستیال، پال راین د کانګرس مشر شي خو ښاغلی راین وايي چې هغه د کانګرس مشري نه غواړي.

راین او شافیتز دواړه په مالي او اقتصادي لحاظ محافظه کاره دي او غواړي چې د فیډرالي حکومت لګښت راکم شي. خو ددغو دواړو له جمعې څخه یو یې هم دومره رادیکاله [افراطي] محافظه کاره نه دی چې د جمهوري غوښتونکو یوه خاصه ډله یې تمه لري او غواړي چې د ولسمشر اوباما پرضد بشپړه سیاسي جګړه پيل کړي.

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو د یوې کوچنۍ سختې محافظه کارې ډلې او عادي جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات د کانګرس د روان جنجال اصلي لامل دی.

د استاځو د مجلس پخوانی جمهوري غوښتونکی غړی وېن ویبر داسې وايي "حقیقت دا دی چې دوي نه پوهېږي چې څه به کوي. "

که چیري جمهوري غوښتونکي په خپل مینځ کې سره سلا نشي نو ځیني د یوه داسې اقدام پیشبیني کوي چې تراوسه پوري یې د امریکا په سیاسي تاریخ کې هیڅ ساری نه دی لیدل شوی او هغه د یوه سرپرست مشر انتخاب دی چې په موقت ډول به د کانګرس مشري کوي.

د استاځو د مجلس پخوانی غړی وېن ویبر داسې وايي "زه فکر کوم چې دوي [جمهوري غوښتونکو] ته په کار ده چې یو څه وخت ترلاسه کړي او داسې یو کار وکړي چې یوڅوک په موقت ډول یا د اوسنیوو غړو څخه او یا هم د دباندي څخه تر راتلونکې کاله پوري وټاکي او بیا پر دې فکر وکړي چې دا موضوع په اوږدمهاله کې څنګه حل کړي."

ډیموکراتان څه وايي؟

د کانګرس ډیموکراتان او سپینه ماڼۍ ددې سیاسي ډرامې ننداره کوي. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارینست داسې وايي"په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو په مینځ کې داسې یوه محافظه کار ډله موجوده ده چې خپل افراطي ایډیالوژۍ ته تر بل هرڅه ډیر اهمیت ورکوي."

د یادونې وړ ده چې تر څو پوري چې دا جنجال حل کېږي د کانګرس اوسنی مشر جان بېنر بله هیڅ چاره نلري او باید خپله تقاعدي وځندوي. په امریکا کې د کانګرس مشر د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیال وروسته دریم کس دی چې که ولسمشر او مرستیال یې نه وي نو هغه د هېواد مشري په غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG