د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګریس یوې غړې د سوریې د جمهور رئیس سره کتلي


د استازو په مجلس کې د هوايي ایالت استازې چې د امریکا د پوځ پخوانۍ غړې ده او په عراق کې یې نظامي ماموریت هم ترسره کړی.
د استازو په مجلس کې د هوايي ایالت استازې چې د امریکا د پوځ پخوانۍ غړې ده او په عراق کې یې نظامي ماموریت هم ترسره کړی.

د امریکا د استازو په مجلس کې د هوایي ایالت استازې تولسي ګبارډ وایي چې په سویه کې یې د جمهور رئیس بشارالاسد سره د سولې د راتګ په امکاناتو خبرې کړیدي.‌

میرمن ګبارډ وایي په سوریه کې یې څلور ورځې تیرې کړیدي او غوښتل یې چې د " سورېې د ولس کړاونه پخپلو سترګو د نږدې نه وګوري." د استازو د مجلس دغه غړې وایي چې د سوریې د جمهور رئیس سره یې یوازې پدې خاطر کتلي دي چې " د سولې د راتګ په امکاناتو ورسره وغږیږي."

تولسي ګبارډ د امریکا متقاعده عسکره ده چې په عراق کې یې نظامي ماموریت هم ترسره کړی.‌ هغې د جمهور رئیس براک اوباما په ادارې پدې خاطر انتقادونه کول چې په سویه کې یې د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت په خلاف جګړې کې د "منځلارو" یاغیانو ملاتړ کاوه.‌

د امریکا نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم پخپلو انتخاباتي مبارزو کې ویلي و چې ښایي په سوریه کې د یاغیانو ملاتړ نور ونکړي ځکه غواړي چې ټول پام د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف جګړې ته واړوي.‌

XS
SM
MD
LG