د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس له خوا د تلیفوني مکالمو د اوریدو د منع تصویب


ایډوارډ سنوډن په ٢٠١٣ کال کې د تلیفوني مکالمو د اوریدو پروگرام افشا کړ

ایډوارډ سنوډن په ٢٠١٣ کال کې د تلیفوني مکالمو د اوریدو پروگرام افشا کړ

د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د رائیو په اکثریت یو قانون تصویب کړ چې یوه د بحث وړ لایحه یې تمدید کړه او په عین وخت کې یې د میلیونو امریکایانو د تلیفوني معلوماتو راټولول منع کړل.

د دې قانون مسوده چې د امریکا د متحده ایالاتو د آزادۍ د قانون په نامه نومول شوې د امریکا په ویشل شوي مجلس کې د دواړو گوندونو پلوي درلوده، خو اټکل کیږي چې د سنا په مجلس کې به د هغه تصویب له ستونزو سره مخامخ شي.

د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی قراردادي ادوارد سنودن، وروسته له هغې د نړیوالو غوسه راوپاروله چې د امریکایانو د فعالیتونو او تماسونو په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو د څارنې کچه په ډاگه کړه.

قانون جوړونکو یو کال دمخه پر هغې مسودې کار پیل کړ چې استخباراتي ادارو ته صلاحیت او لوازم برابروي تر څو د مدني آزادیو څخه د سرغړونې پرته د امریکایانو ژوند مصؤن کړي.

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د قضایي کمیټې رئیس باب گودلیت، وویل چې دا وړاندیز شوی قانون د خصوصي حریم او د امریکا د ملي امنیت ترمنځ انډول رامنځ ته کوي.

په کانگرس کې د دموکرات گوند استازي جان کانیرز، هم ددې قانون ستاینه وکړه او ویې ویل چې پلي کیدل به یې د امریکایانو د تلیفوني تماسونو د معلوماتو د راټولول منع کړي او د امریکایانو د تلیفوني تماسونو څخه د څارنې د هر پروگرام په اړه شفافیت رامنځ ته کوي.

یو شمیر خپلواک دموکراتان د هغه بحث پارونکي قانون د انقضا غوښتنه کړې چې ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسمې د بریدونو په پایله کې تصویب شو او د قانون د پلي کولو ادارو ته یې بیساري صلاحیتونه ورکړل.

خو د سنا په مجلس کې یو شمیر سناتوران د جان کورنین په شان د څو تنو بانفوذه جمهوري غوښتوونکو په گډون وایي چې نه غواړي دا قانون وغزول شي او د امریکایانو د تلیفوني تماسونو د معلوماتو د راټولولو پروگرام پرته له بدلون څخه پاتې شي.

یو شمیر استخباراتي کمیټو ویلي دي چې د تلیفوني مکالمو د معلوماتو راټولول د امریکا د متحده ایالاتو د مصئون کیدو سبب شوي دي او د همدې پروگرامونو په وجه دي چې مونږ د سپتمبر د یولسمې د بریدونو وروسته ډیر مصئون شوي یو.

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د تلیفوني خبرو د اوریدو له افشا کیدو وروسته د امریکا اړیکې د جرمني او برازیل په گډون د خپلو اوږدمهاله متحدینو سره خرابې شوې.

XS
SM
MD
LG