د لاس رسي وړ اتصالات

د امريکا د کانګرس غړي لغمان ته تللي


د امريکا د کانګرس غړي لغمان ته تللي
د امريکا د کانګرس غړي لغمان ته تللي

د لغمان چارواکي وايي د کانګرس دغو غړو په سيمه کې دبيارغونې اوامنيتي بهيرپه باب څېړنه وکړه اوله ځانه سره يې ددغه ولايت په باب يو ښه تصوير یووړ چې په وينا يې دوی به وکولاى شي د خپل هغه راپور پر بنسټ چې لوړو مقاماتو ته يې وړاندې کوي د لغمان د چاور په باب يو ښه زيرى ولري.

د لغمان والي اقبال عزيزي وايي د قدرت دانتقال په پروسه کې ددغه ولايت مرکز شامل دى چې دکانګرس دغه ډله غواړي په دغه ولايت کې دقدرت له اتنقال سره سم ددغه ولايت د ظرفيت لوړولو پروسه ګړندۍ کړي او د بيا رغونې په برخه کې خپل ګروپونه لاهم دې ته وهڅوي چې دغه ولايت ته کار وکړي.

دى وايي دغې ډلې داڅېړنه هم کوله چې ايا د امريکا مرستې په دغه هېواد کې څه ګټې لري که نه؟ دى وايي دوی دې نتيجې ته ورسېدل چې د امريکا مرستې دغه ولايت ته ګټې لري نو پر همدغه پر بنسټ يې خپلو ګروپونو ته لارښوونه وکړه چې دوی بايد د کرکيلي، تعليم اوروغتياپه برخه کې کار وکړي.

عزيزي هيله څرګنده کړه چې ددغې ډلې راتګ به دسيمې لپاره په هره برخه کې ګټورتمام شي.

د امريکامتحده ايالاتودکانګرس له دغې ډلې سره په کابل کې د امريکا سفارت يو شمېرغړي او پوځي چارواکي هم شامل وو.

که څه هم سيمې ته دکانګرس ددغې شپږ کسيزې ډلې راتګ کومه مشخصه مرسته او د بيارغونې په برخه کې ځانګړې پروژه نه لرله خوددغه ولايت چارواکيو د دوی راتګ ياد ولايت ته دسيمې امنيتي وضعې اوبيارغونې په برخه کې يوګټورګام باله.

د کانګرس دغه ډله وروسته له هغې يادولايت ته سفرکوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به امريکايي پوځيان دقدرت دانتقال دپروسې پربنسټ پوځي واک ددغه ولايت په مرکزمهترلام کې افغان پوځ ته وسپاري .لغمان يوله هغوولايتونوڅخه د ى چې تردامهاله په کې دبيارغونې چارې دامريکامتحده ايالاتو د بيا رغونې ګروپ پرمخ وړې دي.

XS
SM
MD
LG