د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د افغانستان سره ګډ کار کوي


د افغانستان د صنایع او تجارت وزارت د ترانزیت او تجارت په برخې کې د امریکا مرستې مهمې بللي دي.
د افغانستان د صنایع او تجارت وزارت د ترانزیت او تجارت په برخې کې د امریکا مرستې مهمې بللي دي.

د افغانستان او د متحدو ایالاتو د سوداګرۍ او پانګونې مسؤلین وايي، ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري کال تر بلې مخ په ښه کېدو ده او تېر میلادي کال کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹۴۷ میلیونه امریکايي ډالره وه.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال او د امریکا د سوداګرۍ فوق العاده استازي مایکل دیلیني خبریالانو ته وویل امریکا تېر کال افغانستان ته د ۹۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلود، پداسې حال کې چې له افغانستان نه بیا امریکا ته د څلور دېرشو میلیونو په ارزښت توکي صادر شوي وو.

امریکا د شپاړلسو کلونو راپدیخوا د زراعت، پانکونې، مالي برخو او د هیواد په اقتصاد کې د ښځو د ونډې لپاره یک میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

متحده ایالات د ٢٠٠۴ کال نه راهیسې د افغانستان سره د تیفا یا تجارت او پانگونې چوکات تر نوم لاندې د تجارتي راکړې ورکړې قرارداد لاسلیک کړی دی.

د همدغه قرارداد له مخې دواړه هیوداونه د سوداگرۍ په برخې کې په دوامداره توگه همکاري کوي او د موجودو ستونزو د حل لپاره هم ځیني اقدامات ترسره کړي دي.

د افغانستان سره د تجارت او ترانزیت په برخې کې د امریکا تازه ژمنې هم د تیفا د قرار داد یوه برخه ده.

د امریکا د سوداګرۍ فوق العاده استازي مایکل دیلیني وویل د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د تړون یا اپټا د ښه تطبیق په خاطر امریکا هڅه کوي ترڅو دواړه خواووې دوه اړخیزه مذاکراتو وبولي.

ښاغلي دیلیني بیا وویل "په دې اونۍ کې کابل ته زما د سفر هدف دا و چې د افغانستان د حکومت له خوا یقیني کړو چې مونږ د دې هیواد د اقتصادي پرمختگ او ودې لپاره د دوی تر څنگ ولاړ یو او د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره ژمن یو."

د افغانستان سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ښه شوې، خو لا هم امریکايي پانګوال هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي حقجو وویل "په دې برخه کې د امریکا همکاري راسره ده، څو د افغانستان تجارت په معیاري او بنیادي ډول ورغوو او د امریکا او اروپا په څیر زمونږ صادرات د مارکیټ د تقاضا په اساس چمتو او صادر شي."

افغانستان او امریکا هر کال د سوداګرۍ او پانګونې د چوکاټ د موافقتنامې د تطبیق په سر غونډه کوي او د سږ کال په غونډه کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب را وروسته مرحله څېړل شوې او امریکا ژمنه کړې ده چې په ډبلیو ټي اوو کې به د افغانستان اینده پرمختګ کلک ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG