د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترکیې له خوا د حماس د مشرانو پر کوربه توب انتقاد کړی 


د امریکا حکومت وايي ترکیې ته یې د حماس د دوو مشرانو له سفر سره سخت مخالفت څرګند کړی دی. امریکا حماس تروریستي ډله بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:" دغه تروریستي سازمان سره د ولسمشر اردوغان تماس له نړیوالې ټولنې څخه د ترکیې د منزوي کیدو، د فلسطینیانو ګټو ته د زیان رسیدو او له غزې څخه د ترهګریزو بریدو د مخنیوي په هدف د نړیوالې ټولنې د هڅو مخنیوی دی."

په اعلامیه کې ویل شوي، د حماس یو غړی چې په استانبول کې وو، د ترهګریزو بریدونو او برمته کولو په څو قضیو کې تورن دی.

اعلامیه زیاتوي :"په لوړ سطحه له حماس سره د ترکیې د حکومت د روابطو په اړه به موږ د خپلو اندیښنو څرګندولو ته دوام ورکړو."

خو ترکیه د امریکا انتقادات ردوي. د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي:" د حماس قانو ني استازی چې په غزه کې له دیموکراتیکو ټاکنو وروسته واک ته ورسید او د سیمې یو مهم واقعیت دی. یو ترهګر به هیڅکله په سیمه کې د سولې او ثبات له هڅو سره همکاري ونکړي."

امریکا وايي دا له فبروي میاشتې راهیسې دویم ځل دی چې ترکیه د حماس د مشرانو کوربه توب کوي.

حماس د فلسطین پر غزې واکمن دی او تر اوسه یې له اسرایلو سره درې ځله جګړه کړېده. اورپکي کله ناکله له غزي پر اسرائیل راکټونه توغوي چې په ځواب کې د اسرایلو له ناوړه ځواب سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG