د لاس رسي وړ اتصالات

په شعیه ګانو بریدونه فرقوي شخړې نه پاروي، سفیر


په شعیه ګانو بریدونه فرقوي شخړې نه پاروي، سفیر
په شعیه ګانو بریدونه فرقوي شخړې نه پاروي، سفیر

په افغانستان کي د امریکا سفیر ( ریان کراکر ) وایي چي په دې هفته کي چي پر شیعه ګانو باندي کومي مرګانۍ حملې وشوې هغه به په دې ملک کي فرقه یې شخړي را ونه پاروي.


هغه نن د شنبې په ورځ په کابل کي وویل چي دی فکر نه کوي چی دا حملې به فرقه یي شخړي راپیدا کړي، ځکه چي د شیعه ګانو مشرتابه په خپل عکس العمل کي د آرام پاته کیدو غوښتنه کړې ده.

دوو چاودنو چي یوه یې په کابل کي د شیعه ګانو یوه زیارت ته نژدې د یوه ځان مرګه د بم چاودنه وه، د تیري سه شنبې په ورځ چی د عاشورا ورځ وه، لږترلږه ٥٩ کسه ووژل.

( کراکر ) وویل چي دا حملې د افغانستان نه بهر د یاغیانو له خوا شوي دي. هغه وویل چي دی دا په ډاډه توګه نه شي ویلای چي هغه دي په پاکستان کي دیره د لشکر جنګوي ډلي کړي وي، که څه هم چي دغي ډلي ویلي دي چي دا کار یې کړی دی.

په افغانستان کي د امریکا سفیر دا هم وویل چي دی داسي شواهد نه ویني چي دا کار دي د حقاني شبکې کړی وي. په دې شبکې باندي واشنګټن تور لګولی دی چي په افغانستان کي یې څو حملې کړي دي.

له بلي خوا نن د کندز په ښار کي یو بم چي په بایسکل پوري تړل شوی و وچول شو، دوه کسه یې ووژل چي په وژل شوو کسانو کي یو یې د افغانستان د سولي د شورا غړی و. په دې چاودنه کي ١٦ کسه زخمي شوی هم دي.

او چارواکي وایي چی نن د کندهار د ولایت د ( خاکریز ) په ولسوالي کي هم د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي درې ملکیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG