د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کیوبا نه غوښتي چې بندي امریکايي دي سمدستي آزاد کړي


د امریکا د باندنیو چارو وزارت پر کیوبا باندي غږ کړی دی چې بندي شوی امریکايي قراردادي الن ګروس دي ژر تر ژره آزاد کړي ځکه د هغه روغتیايي وضیعت خراب شوی دی او هغه نور نشي ګرځېدلای.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولاند وویل چې ګروس د بند په دوه نیمو کلونو کې ۴۵ کیلوګرام وزن بایللی دی . هغه د مفصلونو د درد ناروغي لري.

ګراس د ۲۰۰۹ کال د ډیسمبر په میاشت کې په هاوانه کې ونیول شو او د حکومت پر ضد د جرایم په تور په ۱۵ کلونو بند محکوم شو. ګراس د یوې شخصي کمپنۍ دپاره چې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې قراردادي موسسه ده کار کوی او پرې دا تور ولګول شو چې د کیوبا پر یاغي ډلو یې د انټرنیټ وسایل او سټلایټ تلفونونه ویشل.

خو ګراس بیا وايي چې هغه غوښتل د کیوبا کوچنۍ یهودې ټولنې ته انټرنیټي خدمات برابر کړي.

ګراس د کیوبا د حکومت نه غوښتي چې هغه پرېږدي چې امریکا ته ستون شي او د خپلې جدي ناروغې مور عیادت وکړي.

XS
SM
MD
LG