د لاس رسي وړ اتصالات

کیوبا او امریکا به نوې ډیپلوماتیکې اړیکې ژر پیل کړې


د امریکا جمهورریس براک اوباما او کیوبا مشر راول کاسټرو

د امریکا جمهورریس براک اوباما او کیوبا مشر راول کاسټرو

تمه کیږي چې په راتلونکو اوونیو او یا څو ورځو کې به د کیوبا او امریکا دیپلوماتیکې په بشپړه توګه پیل شي او سفارتونه به هم پرانیستل شي.

د امریکا غږ خبریال جرمو سوکلوسکي وايي چې دا نوی دیپلوماتیک گام د هغو هلو ځلو یوه کامیابه نتیجه ده، چې پخوا د ناکامۍ سره مخ شوې وې.

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما او د کیوبا مشر راول کاسټرو د امریکا د لویې وچې د مشرانو په غونډې کې په شریکه دا خبره کړې وه چې امریکا او کیوبا د اړیکو تاریخچه ډیره کړکیچنه ده.

د اوباما حکومت نه مخکې د امریکا نورو حکومتونو هم د کیوبا سره د اړیکو د رغولو هڅه کړې وه

د اوباما حکومت نه مخکې د امریکا نورو حکومتونو هم د کیوبا سره د اړیکو د رغولو هڅه کړې وه

د اوباما حکومت نه مخکې د امریکا نورو حکومتونو هم د کیوبا سره د اړیکو د رغولو هڅه کړې وه.

لیکوال پیټر کورنبلش چې د امریکا او د کیوبا د اړیکو د رغولو په پنځوس کلنو هڅو یې یو نوی کتاب لیکلی دی وايي "د اوباما نه مخکې جیمي کارټرد وخت خارجه وزیر هنري کسنجر او بیا تر یو حده د کلنټن په وخت کې هم کوشش وشو او هر چا تر خپله وسه د کیوبا سره جدي خبرې کړیدي."

د امریکا د پخواني جمهور ریس جان ایف کینډي هغه تاریخي وینا لا هم شته چې ویلي وو "داسې قوي شواهد شته چې د توغندیو په ساحو پرله پسې بریدونه شویدي."

د توغندیو د شخړې سره سره هم جمهورریس کینډي په مخفي توگه د کیوبا سره دیپلوماتیکي اړیکه لرله .

خو د لیکوال کورنبلش په وینا جمهور ریس اوباما د کیوبا سره اړیکو کې ځکه ډېره کامیابي ترلاسه کړه، چې کیوبا ته نژدې پروت امریکایي ایالت فلوریډا کې سیاسي بدلون راغی.

په فلوریډا کې د کیوبايي نژاده خلکو شمېر ډیر زیات دی. کورن بلش زیاتوي "د کیوبا په اړه د نوي نسل دریځ د پخواني سره ډیر توپیر لري او اوس خلک د فيدرال کاسټرو کیوبا ته په یوه بله سترگه گوري او غواړي چې اړیکې ورسره وساتي."

د کیوبا په اړه د نوي نسل دریځ د پخواني سره ډیر توپیر لري او اوس خلک د فیدرال کاسټرو کیوبا ته په یوه بله سترگه گوري

د کیوبا په اړه د نوي نسل دریځ د پخواني سره ډیر توپیر لري او اوس خلک د فیدرال کاسټرو کیوبا ته په یوه بله سترگه گوري

د جمهورریس اوباما لخوا کیوبایي نژاده امریکایانو ته د سفر د اجازې نه پس ډېر خلک کیوبا ته لاړل او راغلل او ویې لیدل چې کیوبا باندې د امریکا لخوا لگیدلو اقتصادي بندیزونو هیڅ تغیر نه دی راوستی.

په تېره بیا په ډسمبر کې چې د یو امریکايي قراردادي او د سي آی اې د یو جاسوس په بدل کې د کیوبا درې جاسوسان تبادله شول، نو ورسره د اړیکو په سمون کې تیزي راغله.

پیټر کورن بلش زیاتوي چې "بارک اوباما په دې پوهیږي چې دا اوسنۍ وخت د اړیکو د سمون او پالیسو د بدلون د پاره ډیر مناسب وخت دی. نو غواړي چې دې نه مخکې چې د دې اړیکو د سمون دښمنان د ده تگ نه پس کوم بدلون راولي، دی مخکې تگ غواړي."

خو د کیوبا سره د اړیکو د سمون د پاره د بندیزونو د لېرې کولو د کانگرس منظوري پکار ده.،هغه کانگرس چې دا وخت د حکومت د مخالف گوند جمهوري غوښتونکي گوند په لاس کې دی.

که دا بندیزونه لرې او اړیکې فعالې شي نو هر یو امریکايي ته به لاره خلاصه شي چې د کیوبا پایتخت هوانا ته لاړ شي او ساعت تیري وکړي او وناڅي.

XS
SM
MD
LG