د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د کیو با له ولسمشر کاسټرو سره وکتل


دا په تیرو څو لسیزو کې د امریکا او کیوبا د مشرانو لمړنۍ لیدنه وه
دا په تیرو څو لسیزو کې د امریکا او کیوبا د مشرانو لمړنۍ لیدنه وه

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د کیوبا ولسمشر راول کاسترو د شنبې په ورځ په پانامه کې د امریکا د لویې وچې د سرمشریزې غونډې په څنډو کې سره وکتل.

دا په تیرو څو لسیزو کې لمړنۍ ځل وو چې امریکايي او کیوبایي مشرانو نیغه په نیغه له یو بل سره خبرې وکړي.

له راول کاسترو سره تر لیدو وړاند ولسمشر اوباما وویل "په داسې حال کې چې متحده ایالات له کیوبا سره په خپلو روابطو کې یو نوی باب پیل کوي، مونږ هیله لرو چې دا به یو داسې چاپیریال رامنځته کړي چې د کیوبا د خلکو ژوند به ښه کړي. دا نوی پیل ، زمونږ له خوا ندی تحمیل شوی ، بلکه د کیوبا د خلکو د بیلابیلو طبقو د استعداد، ذهانت، او خبرو له لارې رامنځته شوی دی تر څو هغوی دا پریکړه وکولای شي چې د هغوی د سوکالۍ لپاره تر ټولو ښه لاره کومه ده."

په دغه سرمشریزه غونډه کې د ولسمشر اوباما ماموریت ته خپلو کړنلارو او وړاندیزونو وړاندې کول دي ، خو په پاناما کې د کیوبا له سفارت نه بهر د کاسترو د ملاتړو له خوا پر کیوبايي نارضیانو د بریدونو دا صحنې د ښاغلي اوباما له راتګ نه مخکې د روابطو ټینګولو او ډیالوګ له هغې روحیې سره په ټکر کې وې چې هغه یې ښيي.

آیریس تمارا پیریز آکیلیرا له کیوبا نه سفر وکړ او د هغه نارضیانو له حملې نه وه چې د کاسترو د ملاتړو له خوا ووهل شوه. د جمعې په ورځ، هغې د کیوبا له مشرانو سره د ولسمشر اوباما د روابطو ټینګولو اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستل. هغې وویل:

د کیوبايي ناراضي آیریس تمارا پیریز آکیلیرا وايي "هغه غواړي چې د هاوانا د رژیم په اړه خپل موقف نرم کړي خو له دې زیات هغه نور څه ثبوت غواړي چې د هاوانا رژیم له قاتلینو او دکتاتورانو نه جوړ ندی؟ "

خو ولسمشر اوباما وویل"په داسې حال کې چې مونږ د روابطو د عادي کیدو په لور روان یو، له کیوبا سره به د حکومتونو په کچه په زیاتو موضوعاتواختلافات ولرو، لکه چې مونږ د امریکا د لویې وچې له نورو هیوادونو سره کله ناکله اختلاف لرو، لکه چې مونږ له تر ټولو نږدې متحدینو سره اختلاف لرو. په دې کې بده خبره نشته."

ولسمشر اوباما، چې څلور میاشتې د مخه یې له کیوبا سره د امریکا د روابطو نوی پیل اعلان کړ، د پنجشنبې په ورځ په جمیکا کې وویل چې هغه به زر دا پریکړه وکړي چې آیا د واشنګټن به دهغو هیوادونو له لسټ نه د کیوبا نوم لیرې کړي چې متحده ايالات یې د ترهه ګرۍ دولتي ملاتړو په توګه ګڼي که نه .

د سږ کال په پیل کې د دیپلوماتیکو خبرو په ترڅ کې، د کیوبا د هیت مشر وویل چې د مخ ته تګ لپاره له دې لست نه د کیوبا لیرې کول یو لومړیتوب دی.

XS
SM
MD
LG