د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټکساس کې په ډزو کې پنځه پولیس وژل شوي


د پولیسو له خوا د دوو تورپوستو کسانو وژنې د امریکا په ځنو ښارونو کې د اعتراضونو نوې څپې رامنځ ته کړي دي

د پولیسو له خوا د دوو تورپوستو کسانو وژنې د امریکا په ځنو ښارونو کې د اعتراضونو نوې څپې رامنځ ته کړي دي

د امريکا د تکساس ايالت په دالاس ښار کې د اعتراضي مظاهرو په مهال په ډزو کې پنځو پولیس وژل شوي دي. په پیښه کې اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې یو مشکوک بریدکوونکی وژل شوی دی او درې نور مشکوک کسان نیول شوي دي.

د ډالاس د ښار پولیسو ویلي دي چې د مظاهرې په جریان کې په پولیسو برید د څو کسانو لخوا ښه پلان شوی و.

د امریکا پوځ تایید کړه چې هغه کس چې رسنیو د بریدګر په توګه معرفي کړی و د امریکا په پوځ کې عسکر و او په افغانستان کې یې عسکري هم کړې وه.

د دالاس د پوليسو مشر ډيویډ براون وایي دمخه درې شکمن کسان نيول شوي دي. هغه د يو تورپوستي شخص د عکس په ښودلو سره ويلي چې د عيني شاهدانو وينا دغه کس په ډزو کې ښکیل دی. د هغه په وینا کیدای شي چې په سيمه کې کوم بم هم ښخ کړل شوى وي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نورو ښارونو په څیر د دالاس په ښار کې مسالمت امیزه مظاهره د لوئیزیانا او مینه‌سوتا په ایالتونو کې د دوو تورپوستو نارینو د وژل کیدو په غبرگون کې په جوړیدو وه چې د پولیسو په وینا نښه ویشتونکو په هغو پولیسو باندې ډزې وکړې چې د مظاهرې امنیت یې نیولی و.

عیني شاهدانو ویلي دي چې له لسو څخه زیاتې ډزې یې اوریدلي دي چې د ودانیو له بام څخه کیدلې.

داسې ښکاري چې ددغو ډزو هدف د پولیسو مامورین وو چې په مینه‌سوتا او لوئیزیانا ایالتونو کې د پولیسو په واسطه د دوو تورپوستو نارینو د وژنې په غبرگون کې شوي دي.

د پولیسو له خوا ددغو دوو تورپوستو کسانو وژنې د امریکا د متحده ایالاتو په ځنو ښارونو کې د اعتراضونو نوې څپې رامنځ ته کړي دي.

د اوباما غبرگون

جمهور رئیس اوباما چې د ناتو په سرمشریزه کې د گډون لپاره د پولنډ پلازمینې وارسا ته تللی دی د دالاس د پیښې په جریان کې دی او ددې ولایت د والي سره یې په تماس کې ویلي دي چې دولت هر ډول مرستې ته تیار دی.

ښاغلي اوباما چې دمخه یې د دوو تورپوستو د وژنې په هکله غبرگون ښودلی و ټینگار وکړ چې د هغو پولیسو وژل چې د سوله ییزه مظاهرو د امنیت لپاره گمارل شوي په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

ښاغلي اوباما د چارشنبې په ورځ پولنډ ته د رسیدو په وخت د پولیسو په واسطه د دوو تورپوستو دوژنې په اړوند په یو غبرگون کې ویلي وو چې ټول امریکایان باید ددغه ډول پیښو په هکله ژوره اندیښنه ولري.

هغه ټینگار کړی و چې یو شمیر امریکایان "داسې فکر کوي چې له هغوی سره د پوټکي د رنگ په وجه توپیري چلند کیږي او دغه موضوع دردونکې ده."

ښاغلي اوباما ویلي وو "دغه موضوع باید مونږ ټول اندیښمن کړي. دا د تور یا د نورو نژادونو د متعلقو کسانو نه ده. دا د امریکا مسله ده او هر منصف انسان باید اندیښمن شي."

XS
SM
MD
LG