د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بودیجې د کړکیچ خبرې تر اوسه بې نتیجې روانې دي


د امریکا د بودیجې د کړکیچ خبرې تر اوسه بې نتیجې روانې دي

د امریکا د بودیجې د کړکیچ خبرې تر اوسه بې نتیجې روانې دي

د جمهور رئیس بارک اوباما او د امریکا د کانګرس د مشرانو تر منځ تیره شپه د بودیجې د کړکیچ د له منځه وړلو په سر خبرې اترې بې پایلې پاې ته ورسیدې. خو دوی پدې سلا شول، تر هغو چې یوې موافقې ته نه وي رسیدلي هره ورځ به را غونډیږي او بحث به کوي.

په واشنګټن کې چټکې هڅې رواني دي چې ټول ګوندونه داسې موافقې ته ورسیږي چې په ترڅ کې یې د هیواد مالي اعتبار لوړ کړای شي.

دا چې څنګه د بودیجې کسر له منځه یوړل شی او د هیواد د پورونو ستونزه هواره شي په کانګرس کې د خلکو استازې ناهیلي دي. تر ټولو لویه ستونزه د مالیې ورکول دي.

د جمهور رئیس اباما د پلان له مخې، د بودجې کسر باید تر څلور تریلیونه ډالره پورې را ټیټ شي. دا د هغو پیسو دوه برابره زیاته اندازه ده چې جمهوري غوښتونکو یې وړاندیز کړی و.

ددې کار د تر سره کولو دپاره جمهور رئیس اوباما او د هغه ډیموکراټ ګوند، د تیلو او ګازو د کمپنیو د مالي مرستو د ختمولو تر څنګ د مالیې د لوړولوغږ کړی دی. خو دا کار د جمهوري غوښتونکو دپاره د منلو وړ ندی.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي د مالیې د لوړولو ملاتړ نکوي خو هڅه کوي چې د حکومت مالي مرستې د روغتیایي او ټولنیزو خدماتو په برخه کې را ټیټه شي.

جمهور رئیس اوباما پرون ماښام د خلکو استازو ته وویل چې هغه د ټولنیزو خدماتو څخه پیسو کمولو ته تیار دی خو ځینو ډیموکراټو استازو وویل چې د ا هیڅ امکان نلري.

د امریکا په کانګرس کې ډیموکراټه غړې، ننسي پلوسي بیا داسې وایې: "په کانګرس کې به دیموکراټان د روغتیایی او ټولنیزو چارو کې، د مالي مرستو کمولو ملاتړ ونکړي"

د ناوړو پایلو خبرداری

د اوباما حکومت خبرداری ورکړی، که چیرې حکومت خپل د مالي اعتبار حد ته ورسیږي او ونشي کړای چې خپل پورونه پرې کړي، نو د ملک د اقتصاد ته به ډیرې ناوړې پایلې ولري.

د امریکا د خزانې وزیر ټیموتي ګایتنر وایي که امریکا د پورونو په ورکولو کې پاتي راغی د امریکا د اقتصاد سره به د نړۍ اقتصاد هم زیانمن شي: "تاسو به په امریکا او نړۍ کې د خورا زیانمن اقتصاد شاهد اوسئ."

په داسې حال کې چې اقتصاد پوهان خبرداری ورکوي، کچیرې کانګرس او ولسمشر اوباما د اګست تر دویمې نیټې پورې موافقې ته ونه رسیږی، حکومت به د پور په ورکولو کې پاتې راشي؛ د دیموکراتو او جمهوریت غوښتونکو تر منځ اختلافاتو د امریکا د بودیجې د کسر د راټیټولو پلان ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG