د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سوداګر د پورونو روانو خبرو اندېښمن کړیدي


امریکايي سوداګر د پورونو روانو خبرو اندېښمن کړیدي

امریکايي سوداګر د پورونو روانو خبرو اندېښمن کړیدي

د شیکاګو د سوداګرئ بورډ په نړۍ کې تر ټولو پخوانی د اسهامو بازار دی‫. دلته هره ورځ ډیرې اقتصادي معاملې کیږي‫. په داسې حال کې چې د امریکا د پور اخیستلو د اندازې د لوړولو لپاره ټاکلي مهلت ته شیبې لنډیږي، ددې ځای سوداګر په دې عقیده دي‌ چې د پورونو په ورکړه کې پاتې راتګ لا تر اوسه ممکن نه ښکاري او دوی په نړۍ کې د امریکا د بانکي اعتبار ټيټېدو ته ډیر اندېښمن دي‫.

په امریکا کې د حکومت د پور اخیستلو د اندازې د لوړولو په اړه په خبرو کې د کانګرس غړیو ویلي چې د ناکامئ په صورت کې به حکومت د خپلو پورونو په ادا کولو کې پاتې راشي‫.

خو سکاټ شیلاډي چې په شیکاګو کې د انرژئ له یوې کمپنۍ سره کار کوي، وايي‌ چې د پورونو په ورکړه کې په ریښتیا پاتې راتګ شونی نه ښکاري‫.

سکاټ شیلاډي: "زما په فکر، باید د اعتبار د راټیټېدو په اړه بحث وشي نه د پورونو په ورکړې‫ چې پاتې راتګ پکې ممکن نه بریښي. کافي رسیدونه تر لاسه شوي چې دغه تشه ډکه کړي. خو دا خبره ځکه کوو چې باید یو عاجل کار وشي".

د ۱۹۱۷ کال راهیسې امریکا تر ټولو ښه بانکي اعتبار لري. اوس د بانکي اعتبار د اندازه کولو ادارې وايي غواړي چې د امریکا د پورونو وضعیت له سره وڅیړي. که ددغه ملک د بانکي اعتبار کچه راکمه کړل شي نو اغیزې به یې ډیرې جدي وي.

سکاټ شیلاډي: "موږ باید د خپلو مالي سندونه پېرودونکي وهڅوو چې خپل پورونه پرې ادا کړي او حکومت پرې و چلوو‫. دا کار هغه وخت ممکن دی چې هغوی ته ښه نتیجه په لاس ورکړل شي‫. ځکه نو زموږ د سود کچه کولای شي د بهرنيو پانګه اچوونکو پام جذب کړي‫. پدې ډول دا به د ټولو نورو د سود کچه لوړه کړي‫".

د نارت ویسټ د پوهنتون د اقتصاد پروفیسره پاولا سپینزا وايي‌ که امریکا د خپلو پورونو په ورکړه کې پاتې راشي او یا یې بانکي اعتبار راټیټ شي نو په بودیجه کې هر ډول سپما به هیڅ ګټه ونلري‫.

پاولا سپینزا:"‌ستونزه دا ده که د سود کچه لوړه شي، یوه پایله به دا وي چې د پور اخیستلو د خدماتو لګښت به ښايي‌ ډیر لوړ شي چې دا به د ځینو نورو خدماتو بندولو ته اړتیا پیدا کړي"‫.‌

د شیکاګو د سوداګرئ د بورډ سوداګر په واشنګټن کې روانې خبرې په ډیر غور څاري‫.

د اګست دوهمه وروستی مهلت دی چې باید یوه پریکړه وشي‫. ‌د امریکا د خزانې مسوولین وايي همدومره پیسې لري چې تر دغه ټاکل شوي نیټې پورې لګښتونه پوره کړي‫.

سکاټ شیلاډي: "هر څومره چې ټاکل شوي تاریخ ته نږدې کیږو دا به یوه خرابه معامله وي‫. که جدي پریکړه ونشي موږ به بیا له دغه حالت سره مخ شو‫. په آینده شپږو میاشتو یا اتو میاشتو کې یا په یونیم کال او یا هم پنځو کلونو کې"

که د کانګرس غړي د حکومت د پور اخیستلو د اندازې په لوړولو پریکړه هم وکړي، د بانکي اعتبار څارونکي ادارې وايي تر هغو چې امریکا د خپلې بودیجې د کسر دایمي چاره ونکړي، ددغه ملک د بانکي اعتبار د راټیټېدو خطر به پر ځای پاتې وي‫.

XS
SM
MD
LG