د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د پورونو پر سر تر اوسه پریکړه نده شوې


لٹھ مار ہولی کا تہوار
لٹھ مار ہولی کا تہوار

سپینه ماڼۍ او په کانګرس کی د ګڼو کمیټو مشران د شنبې په شپه د وروستی ځل لپاره هم د هیواد د پورونو د کچی لوړولو دپاره یوی ګډی موافقې ته درسیدو هڅې وکړې.

په سنا کی د دیموکراتانو د کمېټې مشر هیري ریید د پور د کچې په اړه د خپل وړاندې شوی پلان د ازمویښتي رایو غونډه تر یکشنبې پوری وځنډوله تر څو غړو ته پدی اړه د بحث او توافق پوره وخت ورکړ شي. هغه پدی ترڅ کی د ټولو د حوصلی ستاینه هم وکړه.

"اوس هم د ډیرو جزییاتو په هکله کار لا پر ځای پاتی دی. د دواړو خواو تر منځ د نظر د توپیرونو ډیر دې چې باید له منځه یووړل شي".

دامریکا د حکومت دا مهال ۱۴ اعشاریه ۳ تریلیون ډالره پوره وړی دی او جمهور رئیس اوباما غواړې چی د پور اخیستلو کچه نوره هم لوړه شی.

ښاغلي اوباما خبرداری ورکړی چی د قانون هره هغه مسوده به رد کړی چی د روان کړکیچ د بیارامنځته کیدو مخه ونه نیسي. خو اوباما د جمهوري غوښتونکو هغې غوښتنی ته غاړه کیښوده چې د مالیاتو د لوړولو نه پرته دی په بودیجه کی د کسر د راټیټولو هڅې وشي.

د جمهوري غوښتونکو د کمیټې مشر جان بینر

"زمونږ تر منځ د توپیرونو سره سره، دومره ویلای شم چی په خبرو کی د مقابل لوری هم پوره مسولیت ښیی تر څو دغه کړکیچ ته ژر تر ژره د حل لاره وموندل شي چی زه فکر کوم دغه هدف ته به ورسیږو".

بل خوا په سنا کی د جمهوري غوښتونکو د لږکیو مشر میچ مکانل هم ګډی موافقی ته د رسیدو لپاره خپله خوشبینی څرګنده کړه.
"زه پوره ډاډ لرم چی په نژدی راتلونکی کی اړینه موافقه تر لاسه شي".

د امریکا حکومتی چاراکی وایی که دواړه ګوندونه تر راتلونکی سه شنبې پوری ګډی موافقې ته ونه رسیږی نو ددی هیواد د خزانی وزارت به د ملت د لګښتونو د پرې کولو توان ونلري.

ددی شاته پاتی کیدو اغیزه د امریکا اقتصآد ته ډیر زیان رسولې شي، یعنی د سود د لوړیدو او د مارکیتونو د لویدو څپې به پر ټولی نړی باندی خپل ناوړه اثر غوړولای شي.

د اونی د وروستیو ورځو رخصتیو چې پرمهال یی اقتصآدی بازارونه بند وي ، د کانګرس غړو ته د ساه اخیستو ښه موقع برابره کړه خو بیا هم حکومت په بیړه، یوی موافقی ته د رسیدو پر اړتیا خپل ټینګار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG