د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پورونو جنجال پر عسکرو اغېز کوي


د امریکا د پورونو جنجال پر عسکرو اغېز کوي
د امریکا د پورونو جنجال پر عسکرو اغېز کوي

د امریکا د اردو لوړ پوړي صاحب منصب ـ د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس امیرالبحر ( مایک مولین ) ویلي دي دا نه ده معلومه چي که د امریکا د پورونو د اخیستو او د بودجې په باب جنجالونه حل نه شي، په افغانستان کي به د امریکایي عسکرو معاشونه پر خپل وخت ورکړه شي که نه.

مایک مولین نن د شنبې په ورځ په کندهار کي عسکرو ته وویل دی نه پوهیږي چي که د امریکا کانګرس په دې کي چي د پورونو د اخیستو حد لوړ کړای شي، ناکامه شي، نو د عسکرو د معاشونو چکونه به هغوي ته ورکړه شي که نه. هغه امریکایي عسکرو ته دا هم وویل چي دی په دې پوهیږي چي د معاشونو ځنډیدل به په هغو عسکرو باندي ډیر ناوړه تاثیر وکړي چي ژوند یې پر همدغو چکونو ولاړ دی.

مولین وویل چي دی په دې باور لري چي د عسکرو معاشونه به بلاخره ورکړه شي.

امریکا خبر داری ورکړی چي که د آګسټ د میاشتي تر دوهمي نېټې پوري کانګرس د څوارلس اعشاریه درې ټریلیون ډالرو د پور د حد د جګولو په باب کومي موافقې ته ونه رسیږي، نو د خپلو ټولو بلونو د ادا کولو د پاره به پیسې ونه لري.

XS
SM
MD
LG