د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع نوي وزیر دنده پیل کړه


د امریکا ددفاع نوي وزیر دنده پیل کړه
د امریکا ددفاع نوي وزیر دنده پیل کړه

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا د شنبې په ورځ په رسمي توګه خپله نوې دنده پیل کړه.

هغه د جمعې په ورځ د تحلیف مراسم اجرا کړل. خپل په یوه پیغام کې چې د دفاع وزارت ته یې وړاندي کړ، هغه خپل دا پلان چې څنګه به د روانو مشکلاتو سره د امریکا په دننه او بهر کې چلند وکړي.

هغه هوډ وکړ چې د ملک هلو ځلو ته به چې غواړي القاعده ماته کړي، ادامه ورکړي. همداشان هغه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو هدف ته رسیدل یو مهم ګام وباله.

د افغانستان په هکله ښاغلي پنیتا وویل چې امریکا باید دې ته متعهد اوسي چې د خپلو افغان او نړیوالو ملګرو سره له نږدې نه کار وکړي او پرې نږدي چې دغه ملک یو ځل بیا د القاعدې په ځالې بدل شي.

دغه راز پنیتا د عراق په باب هم خبري وکړې او وې ویل چې امریکا باید د عراق سره ستراتیژیکې اړیکې ولري او د عراق د حکومت سره مرسته وکړي چې خپل هغه ځواکمنتیا درک کړي چې د نړۍ په یوې ډیرې مهمې سیمې کې کولای شي د یوې باثباته ډیموکراسۍ په توګه راپورته شي .

XS
SM
MD
LG