د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما په نوې دفاعي ستراتيژۍ کې بدلونونه اعلانوي


ولسمشر اوباما په نوې دفاعي ستراتيژۍ کې بدلونونه اعلانوي
ولسمشر اوباما په نوې دفاعي ستراتيژۍ کې بدلونونه اعلانوي

ټاکل شوې چې دامریکا جمهور رېس بارک اوباما به نن د پنجشنبې په ورځ د خپل حکومت نوې دفاعې بودجه اعلان کړي. توقع کېږي چې د نوې دفاعې بودجې نه به څلورمېلېاده ډالر کم شي. څرنگه چې دتېرو لسو کلونو په دوران کې د امرېکا پوځ په دوو غټو جنگونو کې ښکېل شوی ، نو له همدې امله دامریکا دپوځ بودجه هم ډېره لوړه شوه.

ښاغلی اوباما به نن دامرېکا د دفاع دوزارت ودانۍ ،پنټاگون ته ورشي ،او هلته به د دفاع د ورزېر لېن پانیته او دپوځ د قوماندانانو سره ېوځای دامریکا په لس کلنه جنگي ستراتېژۍ کې ځېني بدلونونه اعلان کړي.

څو مهمو خبري سرچېنو نن راپور ورکړ چې پنټاگون به په ېوه وخت کې دېوه جنگ دگټلو او په عېن زمان کې د نړۍ په نورو برخو کې داحتمالي خطرونو د دفع کولو لپاره خپله نوې ستراتېژي روښانه او څرگنده کړي.

توقع ده چې دامریکا د پوځ لپاره دېوې نوې دفاعي پالېسۍ د جوړولو په لړ کې به پنټاگون د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې دامرېکا په نظامي ژمنو باندې تاکېد وکړي او هم به په دغه سېمه کې د چین پوځي قوت چې په پوره سرعت پراخېږي په پام کې ونېسي.

په نوې دفاعي ستراتېژۍ کې ېوه بل مهم خطر چې پنټاگون به ېې په پام کې وساتي، د فارس په خلېج کې دایران د پوځي قوت او پراختیا په مقابل کې د لازمو تدبېرونو نیول دي.

خو د امرېکا د دفاع وزېر به دپوځ دعسکرو، او د پوځ د ملکي مامورانو د کمولو اعلان هم وکړي او د څو نوو او پرمختللو وسلو دجوړولو ځنډول به اعلان وکړي.

خبري سرچینې واېې امکان لري چې ددفاع وزارت به د پوځ او سمندري ځواکونو لس فېصده پرسونل کم کړي، زېاتره عسکر او ملکي پرسونل چې اوس مهال په اروپا ، افغانستان او څو نورو ملکونو کې پراته دي .

دامریکا پوځ غواړي چې د اېران او چېن سره په راتلونکي وخت کې دېو ه اْحتمالې جنگ لپاره چمتوالې ولري.

XS
SM
MD
LG