د لاس رسي وړ اتصالات

غني او کارتر د امریکايي پوځيانو د نوي ماموریت په اړه وغږیدل


کارتر افغان چارواکو ته د ولسمشر اوباما د وروستې پریکړې په هکله معلومات ورکړل
کارتر افغان چارواکو ته د ولسمشر اوباما د وروستې پریکړې په هکله معلومات ورکړل

افغان ولسمشر، اجرايي مشر او د دفاع وزیر د امریکا له دفاع وزیر اشتون کارتر سره د ترهګرۍ په خلاف د مبارزې او د افغان ځواکونو د سمبالښت په اړه وغږیدل.

ښاغلی کارتر د سه شنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او لمړې یې په بګرام هوايي ډګر کې له میشتو امریکايي پوځیانو سره وکتل.

له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته ښاغلی کارتر له ولسمشر غني سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

ښاغلي کارتر وویل چې امریکايي ځواکونو به لدې وروسته په "آسانۍ" پر طالب جنګیالیو د برید وس ولري. امریکايي ولسمشر پدې وروستیو کې په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو په ماموریت کې یو لړ تکتیکي بدلونونه اعلان کړل چې د جګړې په مهال د ځواکونو واک پراخوي.

د ارګ په یوې خبرپاڼۍ کې ویل شوی چې "د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو د واکونو د زیاتوالي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې غځولو اړوند د جمهور رئیس اوباما د وروستیو درې تصامیمو په هکله معلومات ورکړل".

تیره اونۍ د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما وویل چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي پوځيان پاتي شي. تر دې وړاندې ولسمشر اوباما ویلي وه چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شمیر ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ شي.

ولسمشر غني او اجرايي مشر عبدالله د امریکايي ولسمشر د دغې پریکړې تود هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG