د لاس رسي وړ اتصالات

یوه نوې څیړنه وایي چې د حافظې د زوال ناروغي کمه شوې


د حافظې زوال د دې نه معلومیږي چې د انسان حافظه کمزورې کیږي او د پوهې قوت یې کمزوری کیږي
د حافظې زوال د دې نه معلومیږي چې د انسان حافظه کمزورې کیږي او د پوهې قوت یې کمزوری کیږي

په نړۍ کې د پاخه عمر د خلکو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي. د روغتیايي چارو مسؤلین وایي پدې سره ښایي د هغو خلکو شمیر هم زیات شي چې د حافظې د زوال سره مخ وي.

د امریکا د مشیګن ایالت په پوهنتون کې تحقیق کوونکو دا معلومه کړې چې هر څه شی چې د انسان زړه ته ګټه ولري، هغه د انسان ذهن او دماغو ته هم ګټه لري. د مثال په ډول فزیکي حرکتونه او ښه خواړه.

که چیرته یو انسان ښه خوراک او ورزش وکړي، نو زړه کولی شي چې وینه په آسانۍ او ښه توګه دماغو ته ورسوي. ډاکټران وایي که د انسان په وجود کې وینه منظمه وي نو دماغ یې هم ښه کار کوي او پدې سره د حافظې د زوال خطر کمیږي.
ډاکټرکنیت لانګا چې د مشیګن په پوهنتون کې یې د خپل ټیم سره د الزایمر او حافظې د زوال په شان د ناروغیو په هکله تحقیقات کوي. ډاکټر لانګا د حافظې زوال داسې تعریفوي.

" د حافظې زوال د دې نه معلومیږي چې د انسان حافظه کمزورې کیږي او د پوهې قوت یې کمزوری کیږي. خبرې یې د یاده اوځي او پدې نه پوهیږي چې خپلې ورځنې چارې څنګه منظمې کړي. "

ډاکټر کنیت لانګا او د ټیم غړیو یې تقریباً شل زره د پاخه عمر ناروغان معاینه کړي او د هغوي په هکله یې معلومات راټول کړیدي. ډاکټر لانګا وایي هغوي غوښتل معلومه کړي چې د پاخه عمر په کسانو کې د حافظې د زوال ولې رامنځته کیږي. امریکا غږ ته یې د نوې څیړنې په هکله داسې وویل

" یو شی چې مونږ پدې څیړنې کې معلوم کړ، دا و چې د ۲۰۰۰ نه نیولې تر ۲۰۱۲ میلادي کاله پورې د پاخه عمر په کسانو کې د حافظې د زوال ناروغي بیخي زیاته کمه شوې وه. په دوه زرم میلادي کال کې د پاخه عمر په کسانو کې د حافظې زوال یوولس عشاریه پنځه په سلو کې و خو په ۲۰۱۲ کال کې بیا یوازې نهه په سلو کې و. "

ډاکټر لانګا وایي چې د حافظې د زوال د کمیدو علت دا و چې د وینې د لوړ فشار، شکرې او چاغوالي په شاند نارغیو د علاج لپاره ښه درمل جوړ شویدي. دغه درمل د انسان زړه او رګونه روغ ساتي او د مغزي سکتې خطرونه کموي.

پدې تازه څیړنې کې ډاکټرانو دا هم معلومه کړیده چې هر څومره چې د انسان زړه روغ وي، دماغ به یې هم روغ وي او د حافظې د زوال د خطر نه به بچ وي.

ډاکټر لانګا او ټیم یې د پاخه عمر د ناروغانو نه د هغوي د تعلیمې سویې په هکله هم معلومات راټول کړیدي او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې عامه پوهاوی او تعلیم د خلکو سره د حافظې د زوال په مخنیوي کې مهم نقش ادا کړی. دا چې تعلیم او د ښه کیفیت دارو درمل د حافظې د زوال په مخنیوې کې څومره اهمیت لري، ډاکټر لانګا پدې هکله داسې وایي:

" زمونږ په څیړنې کې معلومه شوې چې د نن ورځې یو پنځه اویا کلن شخص د لسو یا شلو کالونو پخواني پنځه اویا کلن په پرتله لږ د حافظې د زوال د خطر سره مخ دی."

ډاکټر لانګا وایي چې د حافظې د زوال د خطر د کمولو لپاره په کار ده چې نور هم د ښو او لوړ کیفیت دارو درملو د جوړولو لپاره کار وشي خو هغه همدارنګه وړاندیز کوي چې د مخنیوي لپاره یې یوه تر ټولو غوره لار ښه خوراک او ورزش دی.

د هغه په وینا تر ټولو ښه خواړه چې کولی شي د حافظې د زوال په مخنیوي کې مرسته وکړي، پالک، کاهو، کرم، ګلپي، لوبیا، توت ، آلوبالو، کدو، رومي بانجان، ګازرې، چغندر یا لبلبو، مارچوبه، بادام، غوزان، کاجو، زیره او کور کمن دي. ډاکټر لانګا وایي په کار ده چې د همدغو شیانو نه د پاخه عمر کسان زیات کار واخلي.

XS
SM
MD
LG