د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا څخه لسګونه مهاجر هایتي ته ستانه کړل شوي


د امریکا متحدو ایالتونو څه باندې ۵۰ مهاجر تاوتریخوالي ځپلي هایتي ته ستانه کړي‌ دي.

په هایتي کې د مهاجرت د چارو یو مسئول فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې ۵۲ مهاجر له امریکا څخه د کپ-هایتن ښار هوايي ډکر ته رسېدلي‌ دي.

د متحدو ایالتونو د داخلي امنیت د وزارت یو ویاند وویل: «د متحدو ایالتونو تګلاره دا ده هغه غیر امریکايي اتباع، چې په امریکا کې د اوسېدو قانوني اساس ونه لري، شړي.»

دا کسان په داسې حال کې شړل شوي چې په هایتي کې د فبرورۍ له میاشتې راهېسې وسله والو جنايي ډلو د پولیسو په پوستو، زندانونو او هوايي‌ ډګر باندې منظم بریدونه پیل کړي‌ دي، د دغو بریدونو له کبله صدراعظم اریل هېنري هم استعفا وکړه.

په هایتي کې د دغه کړکیچ په ترڅ کې د مهاجرت شاوخوا ۵۰۰ سازمانونو تېره میاشت د ولسمشر جوبایډن په ګډون امریکايي چارواکو ته یو ګډ لیک واستوه چې په کې هایتي ته د کډوالو د نه ستنولو د ځنډ غوښتنه شوې وه.

په لیک کې ویل شوي وو چې په هایتي کې دولت نه شته، وسله والې ډلې ویره او ترهه خپروي، ډله ایزې وژنې روانې دي‌ او جنسي تیري کېږي.

متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو له هایتي څخه خپل اتباع واېستل. ملګرو ملتونو هم په دغه هېواد کې د نا امنیو له کبله خپل کارکوونکي اېستلي دي.

د سه شنبې په ورځ په رسمي فرمان کې د هایتي واکمنې انتقالي شورا ته نهه غړي ونومول شول، دا په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر جونیل مویس له وژنې وروسته د جمهوري ریاست نویو انتخاباتو ته د لارې هوارولو لپاره یو بل ګام دی.

په هایتي کې لا کوم قانون حاکم نه دی او له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا په کې انتخابات هم نه دي شوي. تېرکال د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن د کینیا ځواکونو ته دنده وسپارل شوه چې هایتي ته واستول شي‌ او هلته له جنایتکارو ډلو سره مبارزه وکړي، خو لا کومه ډله استول شوې نه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په هایتي کې د روان وضعیت له کبله د خلکو د ډله ایز فرار او وتلو ویره پیدا شوې. دغو ادارو ویلي‌ دي چې په هایتي کې دننه وار د مخه ۳۶۰زره خلک بې ځایه شوي‌ دي. د مهاجرت نړیوال سازمان وايي د هایتي ګاونډیانو د مارچ په میاشت کې د هایتي څه باندې ۱۳۰۰۰ اتباع بېرته ستانه کړي‌ دي.

دا راپور د فرانس پرس اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG