د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: آمریکايي ډیپلومات د قتل په الزام نیول شوی


پاکستان: آمریکايي ډیپلومات د قتل په الزام نیول شوی

پاکستان: آمریکايي ډیپلومات د قتل په الزام نیول شوی

پاکستاني چارواکي وايي چې په لاهور کې د امریکا د قونسلگرۍ یو کارکونکی یې د دوو پاکستانیانو د وژلو په تور نیولی دی.

هغه پرون په لاهور کې دوه تنه پاکستانیان ووېشتل. نوموړی وايي چې د خپل ځان د دفاع په خاطر یې ډزې وکړی.

د پاکستان پولیس وايي کله چې د امریکا د قونسلگرۍ یو ډیپلوماټ په ښار کې د ترافیکو د ېوې اشارې سره ودرېدو نو دوه کسان چې په یوه موټرسایکل باندې سپاره وو، د هغه په موټر باندې ېې ډزې وکړې. پولیسو وویل چې امریکایې ډیپلوماټ ځوابي ډزې وکړې او په عېن وخت کی یې ېوه امریکایې امنیتی ټېم ته اطلاع ورکړه چې شاته په یوه بل موټر کې سپاره وو.

دواړه حمله کوونکي د خپلو زخمونو له امله په روغتون کې مړه شول. امریکايي مامورانو لا تراوسه پورې د نیول شوي امریکایې مامور هوېت نه دی ښکاره کړی او نه یې په دې اړه څه ویلي دي چې ایا هغه ډیپلوماتېکي مصونیت درلود او که نه.

پاکستاني چارواکي وايي چې ددغې پېښی نه وروسته بیا یو درېیم پاکستاني سړی دامریکا د قونلسگرۍ موټر وواهه او مړ شو. موټروان کوښښ کوه چې خپل ځان په بېړه د پېښې ځای ته ورسوي.

امکان لري چې د دې تازه پېښې په وجه د امرېکې پر خلاف د پاکستان د خلکو احساسات نورهم راوپارېږي. اوس هم په قبایلي سېمو کې د بې پېلوټه امریکایې الوتکو د حملو له امله خلک په امریکا باندې ډېر په غوصه دي.

نن د لاهور د انگرېزي ژبې د نېشن ورځپاڼې په دې اړه په لومړي مخ په ېوه مقاله کې په غټو تورو باندې ولیکل چې امريکايي رامبو په لاهور کې پاگل شوی دی.

دامریکا د خارجه وزارت ویاند پې جې کرولي پرون وویل چې امریکايې چاوراکي به ددغې پېښې په هکله دپاکستان د حکومت سره پوره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG