د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان د ډرون بریدونه تاکید کړل.


امریکا په پاکستان د ډرون بریدونه تاکید کړل.
امریکا په پاکستان د ډرون بریدونه تاکید کړل.

د امریکا جمهور ریس، بارک اوباما په لومړي ځل په ښکاره دا وویل چه امریکا په پاکستان کې په وسله والو باندې د بریدونو لپاره د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو نه کار اخیستی دی.

اوباما دغه خبره، پرون په یوه انټرنیټي بحث کې وکړه.

هغه ویلی دي چی، امریکا په القاعدی اودهغې سره تړلو ډلو باندې، بریدونه کړی دي. جمهورریس اوباما همدغه راز ویلي دي چې یو شمیر دغه بریدونه ، د پاکستان په نیمه خودمختارئ قبایلي سیمې کې، چی د افغانستان سره پوله لري،شویدي.

د امریکا جمهورریس د دغه بریدونو دفاع کړی ده.

د بی پیلوټه الوتکو دغه بریدونه د اوباما د حکومت په وخت کې ډیر شویدي .

خوجمهورریس وویل چی دغه بریدونه د القاعدی په خلاف جګړې کې ډیر دقیق دي.

XS
SM
MD
LG