د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکو په زابل کې د القاعدې د یو قوماندان د وژلو ادعا وکړه


په زابل کې مقامات وايي چې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د القاعدې شبکې د یوه قومندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا پېښه د شاه جوې ولسوالۍ له مرکز څخه ۳۰ کیلو میتره لرې د یخاب په سیمه کې تيره شپه شوې ده.

د شاه جوې ولسوال وزیر محمد جوادي امریکاغږ اشنا ته وويل چې د القاعدې شبکې د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون وسله وال طالبان له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو چې د نړیوالو ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغلل.

ښاغلي جوادي وويل" د شېخ محمدي په نوم د القاعدې ډلې یو قومندان او یو بل نږدې کس يې له افغاني وسله والو طالبانو سره یو ځای په دغه هوايي برید کې وژل شوي، موټر او موټر سائکیلان يې لمنځه تللي د پېښې سیمه د ارزګان او د زابل د خاک افغان او دایچوپان ولسوالۍ سره نښلیدونکې لار ده".

خو په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال داود شاه وفادار وايي چې په پېښه کې پنځه تنه د القاعده شبکې غړي او د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوي دي.

ده زیاته کړه چې د چينو او باغجي په سیمو کې هوايي بریدونه شوي او د کره استخباراتي معلوماتو له مخې له افغان ځواکونو سره په همږغۍ نړیوالو ځواکونو یاد بریدونه کړي.

تراوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د دغه برید به اړه رسنیو ته څه نه ډی ویلي او نه هم یې د القاعدې د قوماندان وژل تائید کړي دي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حق‌بیان وايې، چې په دې وروستیو کې د زابل ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی او په دې اړه یې له امنیتي ادارو سره څو ځله د خلکو اندیښنې شریکې کړې دي.

د زابل شمالي ولسوالۍ خاک افغان، دایچوپان او میزانه د کورنیو وسله والو تر څنګ د بهرنیو وسله والو د حضور عمده سیمې بلل کیږي.

وسله والو طالبانو په زابل کې د امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG