د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د یوې پیښې دوه تعبیره


An aerial view of damage from Hurricane Dorian in Marsh Harbour, Great Abaco Island in the Bahamas. Hurricane Dorian lashed the Carolinas with driving rain and fierce winds as it neared the U.S. east coast after devastating the Bahamas and killing at least 20 people.
An aerial view of damage from Hurricane Dorian in Marsh Harbour, Great Abaco Island in the Bahamas. Hurricane Dorian lashed the Carolinas with driving rain and fierce winds as it neared the U.S. east coast after devastating the Bahamas and killing at least 20 people.

امریکایي پوځیان د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د افغان ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د کمیدو خبر ورکوي، په داسې حال کې چې د بشري حقوقو مدافع بنسټونه په دې اړه نیوکې او پوښتنې لري.

امریکایي پوځیان وایي سږکال د دوی د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې یواځې یاغیان وژل شوي دي، خو عیني شاهدان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې په لسگونو ملکي وگړي هم وژل شوي دي. همداشان ملگري ملتونه هم د بهرنیو قواو په هوایي حملو کې د ملکي وگړو تلفات تائیدوي.

د کندهار په هوایي ډگر کې د بې پیلوټه الوتکو د پروازونو منتظم امریکایي ضابط شاو، د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "ظاهراً خلک فکر کوي چې مونږ میزائیل بې هدفه او تصادفي ولوو. خو بې پیلوټه الوتکې د پیلوټ لرونکو الوتکو څخه مجهزې دي چې په دقیقه توگه د پام وړ هدف وویشتل شي."

خو د بې پیلوټه الوتکو له امله د رامنځ ته شویو تلفاتو په هکله د عیني شاهدانو څرگندونې له هغه څه نه توپیر لري چې ددغو الوتکو د عملیاتو چلونکي یې بیانوي.

د ننگرهار ولایت اوسیدونکی حمید شینواری وایي چې د دوی په کلي کې په یو کور باندې د سپتامبر په میاشت کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د ملکي وگړو د وژنې شاهد و.ملگرو ملتونو تائید کړې چې په دغه پیښه کې لږ تر لږه ١٥ ملکي وگړي ووژل شول.

دقیق هدفونه؟

له دې ټولو سره سره د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو چلوونکي وایي په هغه چلند چې دوی پرمخ بیایي یواځې د اسلامي دولت یا داعش سخت دریځه، طالبان، القاعده او نورې یاغي ډلې په نښه کیږي.

د بې پیلوټه الوتکو یو ډیر جنجالي ماموریت هغه بریدونه دي چې د هدف هویت نه وي څرگند، خو د حرکتونو او نورو استخباراتي معلوماتو له مخې هغوي د دښمن په توگه گڼل کیږي.

په افغانستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د عملیاتي پروگرام مسؤل ډگرمن مایکل نویکي، د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د همدې اطلاعاتو له مخې "مونږ پوهیږو چې هغوی څوک دي". هغه وویل که د عملیاتو مشران متوجه شي چې ملکي کسان هدف ته نژدې دي، کولای شي د ځانگړي مانور په اجرا کولو سره میزائیل هغې سیمې راهمایي کړي چې خلک په کې نه اوسیږي او بیا یې وچوي.

که څه هم امریکایي پوځیان د بې پیلوټه الوتکو په پوره پاملرنې ټینگار کوي، خو د بشري حقوقو اکثر فعالین هغوی ته د انتقاد گوته نیسي او وایي چې ډیر زیات ممکن دي چې ملکي وگړي په کې ووژل شي.

د بشري حقوقو د څار په سازمان کې د ترهگرۍ ضد مبارزې څیړونکې لیتا تایلر، رویترز اژانس ته ویلي دي چې "اصلي پوښتنه د هدفونو هویت نه دی بلکه پوښتنه داده چې آیا دغه هدفونه قانوني دي؟"

پیچلي عملیات

ملگرو ملتونو د اکتوبر په میاشت کې رپوټ ورکړ چې د افغان او بهرنیو سرتیرو د عملیاتو په وجه د افغان ملکي وگړو مرگ ژویله د تیر کال په پرتله زیاته شوی ده چې یوه برخه یې د هوایي بریدونو په وجه ده. یوه نمونه یې د روان کال د اپریل د میاشتې په شپږمه په پکتیکا کې د هوایي حملې په هکله د ملگرو ملتونو رپوټ دی چې په کې ۱۷ ملکي کسان ووژل شول.

د پکتیکا اوسیدونکی عین الله چې ددغه پیښې شاهد و د رویترز اژانس ته ویلي دي "کله چې ځای ته ورسیدم یو پیک اپ موټر په اور کې سوزیده ... ددې موټر سپرلۍ ملکیان وو چې خپلو کورنیو ته یې سودا کړې وه".

خو د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو مشرانو د نوم د نه اخیستلو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي دي چې ددغو الوتکو په واسطه د عملیاتو دمخه ډیره دقیقه څیړنه کیږي.

د بې پیلوټه الوتکو یو چلونکی تورن ایریک وایي "د بې پیلوټه الوتکو د برید منظوري په ډیرې ډیرې اوچتې پوځي سطحو پورې مربوطیږي."

ښاغلی ایریک وایي د زیاتې پاملرنې په خاطر له ۸۵ نه تر ۹۰ فیصدو پیښو کې هغه هم د هدف په هکله د پوره معلوماتو د نه شتون په وجه د بې پیلوټه الوتکې د برید غوښتنې د لوړپوړو مقاماتو له لورې رد کیږي.

په تیرو پنځه لس کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ په پوځي عملیاتو د ملکي وگړو مرگ ژوبله ډیره حساسه موضوع ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون د محبوبیت د راټیټیدو له عواملو څخه گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG