د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د امریکا بې پیلوټه الوتکه یې کاپي کړې


د ایران یو لوړ رتبه قوماندان وايي چې تهران د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د معادل الوتکې ډیزاین بشپړ کړی او د الوتکې د جوړولو کار یې پیل کړی دی. ایران وايي یادشوې الوتکه به د امریکا د هغې الوتکې له مخه جوړه کړي چې د ایران ځواکونو تیرکال ونیوله.

د ایران د سپاه انقلاب د هوايي قواوو د برخې د مشر جنرال امیر علي حاجي زاده څخه نن د یکشنبې په ورځ په یوې ایرانۍ ورځپاڼه کې نقل قول شوی دی چې وايي ایراني ماهرین د آر کیو ۱۷۰ ډولې بې پیلوټه الوتکې نه د معلوماتو د راټولو کار هم پیل کړی دی. ایراني ځواکونو د تیرکال د ډیمسبر په میاشت کې دغه الوتکه ددغه هیواد په ختیځو برخو کې ونیوله.

امریکايي ځواکونو دا تایید کړه چې یوه بې پیلوټه الوتکه یې له لاسه ورکړې خو دوي وویل چې دا به د ایرانيانودپاره ستونزمنه وي چې د الوتکې د ټیکنالوژۍ او معلوماتو نه ګټه واخلي ځکه امریکا په غیر دوستانه سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې د استخباراتي ارزښت د کمولو دپاره تدابیر نیولي دي.

جنرال حاجي زاده وویل چې د امریکا په الوتکه کې زیات شمیر مخفي کوډونه وو چې اوس کشف شوي دي او په الوتکه کې هیڅ داسي پټه خبره نه ده پاتې.

یادشوي جنرال وویل چې د الوتکې نه یې داسي معلومات ترلاسه کړي چې ښيي دغې الوتکې په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پر پټن ځایونو باندي د هغه د وژل کیدو نه دوې اونۍ مخکي ګزمې کړي وې.

XS
SM
MD
LG