د لاس رسي وړ اتصالات

اکثره امریکایان د بې پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړ کوي


د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه د افغانستان په جنوب کې د پاکستان سرحد ته نږدی گزمه کوي.
د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه د افغانستان په جنوب کې د پاکستان سرحد ته نږدی گزمه کوي.

د خلکو د نظر معلومولو د یوې نوي سروې له مخي اکثره امریکایان په تروریستانو باندي د بې پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړ کوي، که څه هم چې کوم مشهور تروریست امریکایي وي.

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د یوې سروې په اساس په سلو کې تقریبا ٧٥ امریکایانو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات کولای سي چې د یوې بې پیلوټه الوتکي نه کار واخلي او په خارج کې یو امریکایي تبعه که د کوم تروریستي سازمان غړی وي، ووژني.

د دې رایگیري نتیجې یوه اونۍ وروسته له هغه اعلانیږي چې سپیني ماڼۍ وویل د لویدیځ دوه تنه چې یرغمل نیول شوي وو، او هغه یو امریکایي او یو ایټالوی و، د امریکا د تروریزم ضد عملیاتو کې چې هدف یې القاعده وه، وژل شوي دي.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په دې اړه خپل تاسف څرگند کړ او ویې ویل چې په هغو عملیاتو کې چې د القاعدې مشر ( احمد فاروق ) ووژل شو، دوه یرغمل کسان هم وژل شوي دي. هغوی امریکایي ( وارن وینسټین) او ایټالوي

( گیو واني لو پورتو) و. د القاعدې تروریستي شبکې هغوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې نیولي وو. یوه امریکایي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې دغه دوه تنه د جنوري په ١۴مه د بې پیلوټه الوتکي په حمله کې وژل شوي وو. د رپوټونو په اساس یو بل امریکایي چې ( آدم گدان) نومیده او د القاعدې یو نطاق و، هم د جنوري په میاشت کې په یوه بله حمله کې وژل شوی و.

د خلکو د نظر معلومولو دا سروې د اپریل د ٢٣ ـ ٢٧ پوري د ښاغلي اوباما د معافي غوښتلو نه وروسته شوې ده.

په لسو کې شپږ امریکایان په عمومي توگه په تروریستانو باندي د بې پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړ کوي، په داسي حال کې چې فقط ١٣ په سلو کې د دغو حملو مخالف دي او ٢۴ په سلو کې یوه خوا لا نه تاییدوي.

د بې پیلوټه الوتکو پروگرام د امریکا د مرکزي استخباراتو ( سي آی اې ) له خوا عملي کیږي او په هغه باندي چارواکي په عام ډول بحثونه نه کوي

XS
SM
MD
LG