د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د بې روزګاره کسانو شمیر بیا لوړ شوی


امریکا کې د بې روزګاره کسانو شمیر بیا لوړ شوی
امریکا کې د بې روزګاره کسانو شمیر بیا لوړ شوی

په امریکا کي د هغو خلکو شمیر چي د بیکارۍ له کبله د معاش اخیستو غوښتني کوي، تیره هفته بیا زیات شوی و، چي دا په عمومي توګه د امریکا د کارونو د مارکیټ د وضعي په ښه کیدو کي یوه استثنی وه.

د امریکا د کار او کارګر د وزارت د پنجشنبې د ورځي په رپوټ کي ویل شوي دي چي د لومړي ځل د پاره دغه ادعا ګاني د ١٥ زره بیکارانو له خوا وې ، چي په مجموعي توگه په ټول ملک کي یې شمیر ٣٨١ زره تنو ته رسیږي.

مگر د اقتصادي چارو ماهران وایي چي په تیرو څلورو هفتو کي په متوسطه اندازه د بیکارۍ ادعاګاني د اقتصاد دقیق تصویر څرگندوي او په دې ډول دا ادعاګاني په تیرو درو کالو کي ترټولو کمي دي.

هغوي وایي چي د کارونو نه د خلکو ایستل کم شوي وو او دا کار به شاید د نوو کارونو د پاره د نورو خلکو په استخدامولو کي زیتوالی راولي.

XS
SM
MD
LG