د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اقتصاد د اګست په میاشت کې ۹۶ زره نوي وظیفې رامنځ ته کړي دي خو په دې هیواد کې د بې کارۍ کچه په دې خاطر رالوېدلې ده چې زیات شمیر آمریکایانو په دندو پسي لټون بند کړی دی.

حکومت نن د جمعې په ورځ ريپوټ ورکړ چې په اګست کې د بې کارۍ کچه ۸،۱ فیصدو ته راولوېده په داسي حال کې چې د هغه نه یوه میاشت وړاندي د بې کارۍ کچه ۸،۳ فیصده وه. په داسي حال کې چې امریکا هڅه کوي چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال د اقتصادي رکوت څخه راووځي دا ۴۳ میاشت ده چې په امریکا کې بې کاري د ۸ فیصدو نه لوړه ده.


د اګست د میاشتې نوي وظیفې د جولای په پرتله کمې وې. په جولای کې اقتصاد ۱۴۱ زره وظیفې رامنځ ته کړې. د بې کارۍ ریپوټونه کولای چې د امریکا د مرکزي بانک د پالیسۍ د برخې مسولین دې ته وهڅوي چې نوې پالیسۍ غوره کړي. ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ دغه مسولین غونډه وکړي او په هیواد کې د بې کارۍ د کچې د راکښتولو پر لارو چارو خبرې وکړي. د امریکا د مرکزي بانک عمومي ریْس بن برناکي وايي چې په هیواد کې بې کاري یو له هغو دلایلو نه ده چې په لړ کې یې ښايي مرکزي بانک اقدام وکړي.


د امریکا د اقتصاد موضوع چې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد دی، د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوه ډیره مهم او مرکزي موضوع ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG