د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اقتصاد د روان کال د جنورۍ فیبروۍ او مارچ په میاشتو کې پرمختګ کړی دی. د فیصدي په لحاظ یادشوی پرمختګ په کال کې ۲،۵ فیصده دی.

د امریکا د تجارت وزارت نن د جمعې په ورځ په خپل ریپوټ کې ویلي دي چې د روان کال د لومړیو څو میاشتو اقتصادي پرمختګ د ۲۰۱۲ کال د ورستیو میاشتو په پرتله ډیر زیات چټک دی. خو اقتصادي ماهرینو د روان کال د لومړیو میاشتو اقتصادي پرمختګ تر دې لا زیات پیشبیني کړی وو او په همدغه دلیل د نن ورځې د ریپوټ د خپریدو سره سم د اسهامو بیې هم راولوېدې.

اقتصادي پرمختګ د خلګو د خرڅلا د زیاتېدو سره تړل شوی دی خو خلګو هغه مهال د پیسو مصرفول کم کړل کله چې په حکومتي لګښتونو کې یودمي اوتوماتیک کمښتونه رامنځ ته شول.
XS
SM
MD
LG