د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په نړۍ کې تر ټولو ډېر بهرني زده کوونکي لري


دا مهال د نړۍ د ګڼو هېوادونو ۹۰۰ زره زده کوونکي د امریکا په بېلا بېلو پوهنتونو کې زده کړې کوي چې دا د امریکا په تاریخ کې د بهرنیو زده کوونکو تر ټولو زیات شمېر بلل کیږي.

ډېر زده کوونکو له اسیايي هېوادونو راغلي چې د چینایانو شمېر په کې زیات دی، په دې شمېر سره امریکا د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر بهرني زده کوونکي لري او دغه شمېره ورځ تربلې زیاتیږي.

د پوهنې د نړیوال انستیتیوت د راپور له مخې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې ۸۸۶۰۰۰ بهرنیو زده کوونکو د امریکا په بېلا بېلو پوهنتونو کې نوملیکنې کړې وې چې د دوو مخکنیو کلونو د شمېرو په پرتله اته فیصده زیاتوالی ښيي.

که دغه شمېره له تېرې یوې لسیزې سره پرتله شي، نو دوه برابره زیاته شوې ده.

د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې یو چینايي زده کوونکی اریک ژو وايي د امریکا د پوهنتونونو د زده کړو لوړ معیار بهرنیان هڅوي چې امریکا ته راشي "په امریکا کې په ټولګیو کې د زده کوونکو او ښوونکو ترمنځ په خبرو اترو، د هغوی د نظرونو په اورېدلو او د بحث پر مهال د زده کوونکو په استدلال باندې ډېر ټېنګار کیږي، زه غواړم چې د داسې یو چاپیریال تجربه ترلاسه کړم. "

سره له دې چې د چینايي زده کوونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي خو د کویټ، برازیل، سعودي او ان د ایران د زده کوونکو په شمېر کې هم پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا د ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو څه باندې څلور فیصده زده کوونکي بهرنیان دي.

د پوهنې د برخې کارپوهان وايي چې په امریکا کې د بهرنیو زده کوونکو موجودیت ګټور دی او د امریکا ۴زره بېلا بېل پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د زرګونو بهرنیانو د جلب او جذب وړتیا لري.

د پوهنې د نړیوال انستیتیوت مرستیال راجیکا بهاندري وايي " موږ پوهېږو چې د نورو هېوادونو زده کوونکي په ټولګیو او لیلیو کې د خپلو هېوادونو تجربې او لیدلوري له امریکايي زده کوونکو سره شریکوي، دا ډېر ګټور دي په تېره بیا د هغوی امریکايي زده کوونکو لپاره چې له خپل هېواد نه د باندې وتلي نه دي. "

امریکا ته د بهرنیو زده کوونکو راتګ دغه هېواد ته ډېره اقتصادي ګټه هم لري.

د امریکا د پوهنې وزارت مرستیال ایوان ریان وايي " یوازې سږ کال مو په سیمه اییزې او ملي کچې د بهرنیو زده کوونکو د فیسونو، د کورونو د کرایو او نورو لګښتونو له لارې ۲۷ میلیارده ډالره ترلاسه کړي دي. "

د امریکا د بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونه په امریکا کې بهرنیانو ته د زده کړو زمینې برابروي.

په همدې حال کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې ۲۹۰۰۰۰ امریکایان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره تللي دي.

ډېر امریکایان برتانیا ته تللي خو، د پرانیستي دروازې په نامه د یوه بنسټ وروستی راپور وايي اوس ډېر امریکايان غواړي چې د زده کړو لپاره د لاتینې امریکا هېوادونو او چین ته ولاړ شي.

د پوهنې د نړیوال انستیتیوت یو چارواکي ګریسشن فروجیا وايي چې " چین دا مهال په نړۍ کې پنځم هېواد دی چې د ډېرو امریکايي زده کوونکو کوربه دی، دغلته ۱۴ زره امریکايي شاکردان زده کړې کوي. "

که له یوې خوا امریکا بهرنیو زده کوونکو ته د زده کړو زمینې برابروي، له بلې خوا د نورو هېوادونو ترمنځ د شاکردانو تعلیمي تګ راتګ هم مخ پر زیاتېدو دی.

د امریکا غږ دخبریالې زلتیکه هوګ رپوټ جعفر هاند پښتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG