د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د امریکا او مصر هڅې


جان کېري او سامح شکري
جان کېري او سامح شکري

د اسرائیل او حماس ترمنځ په غزه کې د روانې شخړې د حل لپاره د مصر او امریکا د بهرنیو چارو وزیران په قاهره کې په هڅه بوخت دي چی په شخړه کې ښکېلې خواوې اوربند ته قانع کړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند پر سر د خبرو د یوې برخې په توگه د اسرائیلیانو او فلسطنیانو ترمنځ د سولې په ټپه درول شويو خبرو د بیا پیلولو پر امکاناتو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره په غونډه کې د مصر د بهرنیو چارو وزیر، سامح شکري وویل غواړي له متحده ایالتونو او د نړۍ له نورو مشرانو سره پدې برخه کې گډ کار وکړي چې نه یواځې روانه شخړه حل شي، بلکې د سولې د هغه بهیر لپاره یوځل بیا شرایط برابر شي چې ښاغلی کېري پکې ډېره فعاله برخه لري.

ښاغلي کېري بیا پخپلو خبرو کې د اوربند د رامنځ ته کولو لپاره د روانو هلو ځلو په اړه هیله څرگنده کړه، خو د سولې د هغو خبرو د بیا پیلولو په اړه چې وروسته له نهه میاشتو هلو ځلو په تېر اپرېل میاشت کې ناڅاپه بندې شوې، ډېر خوشبین نه و.

په ورته وخت کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما یوځل بیا پرون پرخپل دریځ ټینگار وکړ او وې وېل چې دا د اسرائیلو حق دې چې له خپل ځان څخه د حماس پر وړاندې دفاع وکړي او د ملکي خلکو پر وژنه یې خپگان څرگند کړ.

ښاغلي اوباما وویل " موږ د وژل شویو فلسطیني ملکي وگړیو د شمېر د زیاتېدو او د اسرائیلیانو د وژل کېدو په اړه جدې اندېښنه لرو. په همدې خاطر اوس باېد زموږ او د نړېوالې ټولنې توجه پر دې وي چې یو اوربند رامنځ ته شي ترڅو جگړه ختمه کړي او په غزه او اسرائیلو کې د بې گناه ملکي خلکو وژنه ودروي."

ښاغلی کېري پرون قاهرې ته رسیدلی او له رسېدو سره سم یې د ملگرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره هم ولیدل او په لسگونو زرو بې ځایه شویو فلسطنیانو لپاره یې د ۴٧ میلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان هم وکړ.

د عرب لیگ له مشرانو سره د جان کېري خبرې
د عرب لیگ له مشرانو سره د جان کېري خبرې

ښاغلي کېري نن د فلسطین د استخباراتو له مشر ماجد فرج سره هم ولیدل او ټاکل شوې ده چې د مصر له جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي، د عرب لیگ له مشر نبیل العربي او ځنیو نور مشرانو سره هم خبرې کوي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره دا هلې ځلې پداسې حال کې کیږي چې په تېرو دوو اونیو کې د سلو ماشومانو په گډون شاوخوا ٥۴٠ فلسطنیان او ٢٩ اسرائیلیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG