د لاس رسي وړ اتصالات

گراهام: د اسلام په اړه د ټرمپ خبرې د امریکا موقف نه دی


لنزي گراهام د امریکا د سنا مجلس یو مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور دی.
لنزي گراهام د امریکا د سنا مجلس یو مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي سناتور لنزي گراهام ویلي دي چې ددې سره سره چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخکښ کانیدید دونالد ترمپ " څه وایي او څه کوي"، د امریکا به د بهرني سیاست په ټاکلو کې مخکښ رول ولري.

د امریکا د جمهوري ریاست د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي گوند د مخکښ کاندید جنجالي ویناو په ځانگړې توگه امریکا ته د مسلمانو پناه غوښتونکو د راتگ د مخنیوي او همداشان د متحده ایالاتو او مکسیکو تر منځ د سرتاسري سرحدي دیوال د جوړولو په هکله څرگندونو د امریکا د متحده ایالاتو دننه او بهر یو لړ اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي سره له خبرو وروسته ښاغلي گراهام خبریالانو ته وویل چې "اجازه مه ورکوئ چې د همدې شیبې سیاستونه تاسې ته داسې باور درکړي چې گویا د امریکا نظر د نړۍ په هکله په بنسټیزه توگه بدل شوی دی. داسې نه ده."

سناتور گراهام وویل چې متحده ایالات باید د مصر له حکومت سره خپله پوځي مرسته زیاته کړي. مصر په کال کې یو میلیارد او ٣٠٠ زره ډالره له امریکا څخه ترلاسه کوي چې له اسرائیل وروسته د متحده ایالاتو څخه د پوځي مرستو دوهم ترلاسه کوونکی هیواد دی.

د مصر حکومت همدا اوس د سینا په ټاپو وزمي کې د اسلامي دولت د ډلې له جنگیالیو سره په جگړو بوخت دی. ښاغلي گراهام وویل "که مصر ناکامه شي، په منځني ختیځ کې به ټولې ستونزې ۱۰۰ ځلې زیاتې شي."

په دې وروستیو اونیو کې متحده ایالاتو، د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو څانگې، اروپایي پارلمان، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا او جرمني په گډون څو لویدیځو هیوادونو په مصر کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه نیوکې کړي دي.

ښاغلي گراهام ددې اندیښنو په تائید د مصر حکومت وهڅاوه چې د بشري حقونو وضیعت او د بیان آزادي بهتره کړي. هغه وویل " هیله لرم چې د مصر حکومت نړیوالې ټولنې ته ثابته کړي چې د امنیت د ساتنې سره جوخت د نړیوالو مشروع اندیښنو ته مخلصانه ځواب وایي."

XS
SM
MD
LG