د لاس رسي وړ اتصالات

بل کلنټن: هیلري‌ کلنټن زړه وره او تغیر راوستونکې ښځه ده


بل کلنټن د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ‌د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر و.
بل کلنټن د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ‌د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر و.

د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون د دویمې ورځ مهم ویناوال د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن و. هغه په خپلو خبرو کې د ډیموکرات ګوند غړيو او نور امریکایانو ته وویل‌، ‌چې د هیلري‌کلنټن په ټاکلو کې یې غوره انتخاب کړی دی.

هغه خپلې خبرې له هیلري‌ سره د لومړۍ ورځې په ملاقات پیل کړې،‌ چې همدغه ملاقات بیا په مینه بیا په ګډ شخصي‌ او سیاسي‌ ژوند بدل شو.

بل کلنټن همدغه راز خپله میرمنه وستایله،‌ چېد بهرنیو چارو د وزارت پر مهال یې د القاعدې ډلې مشر،‌ اسامه بن لادن ووژل شول، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ګړندۍ شوه، د اقلیم د بدلون موضوع نړیواله شوه او داسې ډېر کارونه هم وشول.

بل کلنټن پر امریکایانو غږ وکړ،‌ چې که رښتیا هم تغیر او بدلون غواړي،‌ هیلري‌ کلنټن دې ته رایه ورکړي‌،‌ چې د جمهوري ریاست انتخابات هم وګټي، هغه وویل هیلري‌ کلنټن د امریکايي‌ مسلمانانو، افریقايي‌ امریکايانو او نورو اقلیتونو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د جمهوري‌ غوښتونکو پر ګوند هم نیوکه وکړه او ویل چې د د هغوی په پرتله ډیموکراتانو یوه رښتینې کاندیده وټاکله .

هغه خپله میرمن یوه زړه وره او تغیر راوستونکې ښځه وبلله . د بل کلنټن له خبرو لږ وروسته،‌ هیلري‌کلنټن د امریکا د نیویارک له ښار نه د ملي‌کنوانسیون سره د تلویزون له لارې وغږېدله،‌ د ګوند له غړو یې مننه وکړه‌ چې هغه یې رسمآ کاندیده کړي او همدغه راز یې هیله وښوده،‌ چې انتخابات به هم ګټي.

سبا د ډیموکراتانو د ملي‌ کنوانسیون درېيمه ورځ‌ ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG