د لاس رسي وړ اتصالات

نوې سروې: ترمپ تر کلنټنې مخکې دی


ترمپ او کلنټن د حکومت پر ونډې او چارو د نظر اساسي توپیر لري
ترمپ او کلنټن د حکومت پر ونډې او چارو د نظر اساسي توپیر لري

په داسې حال کې چې نن دوشنبه په فلادلفیا کې د ډیموکرات ګوند ملي‌ کنوانسیون پیلیږي، په یوې نوې سروې کې د جمهوري‌ غوښتونکو ګوند کاندید دونلډ ترمپ تر خپلې ډیموکراتې سیالې،‌ هیلري‌ کلنټن،‌ څخه مخکې شوی دی.

سي‌ ان ان او اوو آر سي په ګډه دغه سروي‌ کړې ده، چې په سلو کې ۴۸ کسانو ویلي‌، چې دونلډ ترمپ او ۴۵ کسانو ویلي‌ چې هیلري‌ کلنټن ته به رایه ورکوي.

دا سروي، د اوهایو ایالت په کلیفلند کې‌ د جمهوري‌ غوښتونکو ګوند تر ملي کنوانسیون وروسته شوې ده.

دا د ۲۰۱۵ کال له سپتمبر نه وروسته لومړی ځل دی،‌ چې په یوې سروي‌ کې ښاغلی ترمپ‌ له میرمن کلنټنڅخه دومره مخکې کیږي.

په سروي‌ کې ۴۳ فیصده مستقلو رای ورکونکو ویلي،‌ چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له ملي‌ کنوانسیون نه وروسته یې فکر کړی،‌ چې ترمپ‌ ته به رایه ورکوي.

تر دغه کنوانسیون مخکې یوې نظر پوښتنې کې ۳۳ فیصده خپلواک رای ورکوونکو ویلي‌ وو،‌ چې هیلري او ۳۱ فیصده ویلي وو،‌ چې ترمپ‌ ته رای ورکوي.

دونلډ ترمپ رسمآ د جمهوري‌غوښتونکو د ګوند کاندید اعلان شوی او هیلري‌ کلنټن به د ډیموکرات ګوند په ملي‌ کنوانسیون کې د خپل ګوند کاندیده اعلانیږي.

د متحدو ایالتونو د جمهوري‌ ریاست انتخابات د همدغه کال په نومبر کې کیږي.

XS
SM
MD
LG