د لاس رسي وړ اتصالات

دویمې مناظرې کې هیلري او ټرمپ پر یو بل کلک انتقادونه وکړل


د امریکا د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو هیلري کلنټن او دانلډ ټرمپ ترمنځ دویمه مناظره تر اولې مناظرې توپیر درلود. په دغې مناظرې کې ګډونوالو ته هم د پوښتنو اجازه ورکړل شوې وه.

ډانلډ ټرمپ د خپلو خبرو په پیل کې د ښځو په اړه د خپلو مبتذلو څرګندونول له امله چې یوولس کاله مخکې ېې کړې وې، معذرت وغوښت.

هغه وویل "هو! زه په دې ډېرخجالت یم او کرکه ترینه کوم، خو دا خبری په یوه کوټه کې وې."

خو دموکراتې نوماندې هېلري کلنټن وویل چې ډانلډ ټرمپ د جمهوری ریاست لپاره وړ شخصیت ندی، ځکه د هغه د توهینوونکیو تبصرو په لړ کې دا وروستۍ تبصره ده چې ښځې، هسپانویان، او مسلمانان ېې په نښه کړي دي.

هېلري کلنټن وویل د هغه خبرې په ټینگه څرگندوي چی هغه څه ډول سړی دی.

خو ډانلډ ټرمپ پر هیلري کلنټن انتقاد وکړ او د هغې د بهرنیو د چارو دوزارت په وخت کې ېې دهغی د شخصي ایمیلونو مسله یې راپورته کړه او هیلري کلنټن ېې درواغژنه وبلله.

هغه وویل" که زه ېې وگټم. نو زه به خپل لوی څارنوال ته هدایت وکړم چی یو خاص څارنوال ستا په اړه تفتیش وکړي، هیڅکله دومره درواغ او تیرایستنه نه وه شوې."

خو میرمن کلنټن یې په ځواب کې وویل" هرڅه چې هغه اوس وویل په بشپړه توگه درواغ دي، خو زه په دې اریانه نه یم. دا ډیره ښه خبره ده چی د ډانلډ ټرمپ په څېر طبیعت خاوند، زموږ په هېواد کې د قانون مسوولیت نلري."

امریکا ته د مسلمانانو راتګ

هېلري کلنټن پر ډانلډ ټرمپ دمسلمانانو په اړه د بندیز دلگولو له امله سخت انتقاد وکړ، که څه هم ډانلډ ټرمپ ویلي وو چی دهغه پلان تبدیل شوی دی " موږ له اسلام سره په جگړه اخته نه یو. دا یوه اشتباه ده چی د ترهگرو په لاس ولوبیږو، او داسې عمل وکړو چی دا څرگنده کړو چی موږ همداسی یو".

د جمهوري غوښتونګو ګوند کاندید د خپلې دغې خبرې سپیناوی وکړ" دیته زښته ډیر تفتیش وايي. موږ ته له سوریی نه په لسهاو زره کسان راځي، دا د براک اوباما او هېلري کلنټن د پالیسیو نتیجه ده. "

بهرنۍ تګلاره

دواړو کاندانو د سوریی او روسېې په اړه هم خبرې وکړې او هېلري کلنټن ادعا وکړه چې روسیه د ډانلډ ټرمپ پلوي کوي"روسیی پریکړه کړېده چی په سوریه کې په بشپړه توگه دخیله شی. دا پریکړه ېې هم کړېده چیپه امریکا کې څوک د ولسمشر په توگه وویني. څرگنده ده چی هغه زه نه یم ".

خو ټرمپ وویل چې دا خبره درواغ ده"زه پوټین نه پیژنم، خو زه فکر کوم چی دا به ښه وای که چېرې موږ له روسېې سره گوزاره کولی شوای، د مثاله په توگه د داعش خلاف مو په گډه مبارزه کړی وای".

یوازینی مثبته خبره په اخر کې وشوله. هغه دا وه چې یوه رای ورکوونکي له دواړو کاندیدانو نه پوښتنه وکړله چې د یوه او بل په برخه کې یوه مثبته خبره وکړی.

هېلري کلنټن وویل د ټرمپ ماشومانو ډیر وړ او تکړه دي او دا ډانلډ ټرمپ په برخه کې ښه خبره ده. ډانلډ ټرمپ وویل هېلري کلنټن له خپل هوډ نه نه اوړي او نه تسلیمیږي، او زه د دې درناوی کوم.

XS
SM
MD
LG