د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري او ترمپ خپلې وروستۍ انتخاباتي هڅې چټکې کړي


د نظر د معلومولو سرویګاني ښيي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ به رقابت ډیر سخت وي
د نظر د معلومولو سرویګاني ښيي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ به رقابت ډیر سخت وي

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره امادګي نیول کیږي. بل پلو ته کاندیدان هم خپلې اخري انتخاباتي غونډې کوي.

هیلري کلنټن او دونلډ ترمپ دواړه په انتخاباتي مبارزو کې هغو ایالتونو ته توجه ډیره کړې ده چې د رایو نتیجه یې نه شي پيشبیني کیدای او ویل کیږي چې د سږکال په انتخاباتو کې به مهم رول ولري.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لږ داسې خلک شته چې تراوسه يې د خپل خوښې کاندید د انتخابولو پریکړه نه وي کړې او هدغه علت دی چې کاندیدان هڅه کوي هغو کسانو پرځای چې تر اوسه یې تصمیم نه دی نیولی هغه کسان چې دوی ته یې د رایې ورکولو ژمنه کړې وهڅوي چې د انتخاباتو مرکزونو ته ولاړ شي او رایې واچوي.

د نظر د معلومولو سرویګاني ښيي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ به رقابت ډیر سخت وي او دواړه کاندیدان هڅه کوي چې په ځینو مهمو ایالتونو کې انتخابات وګټي.

د شنبې په ورځ به د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې کمپاین کوي. د انتخاباتو د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د فلوریدا په ایالت کې به انتخابات په عمومي انتخابات تاثیر ولري.

د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن به هم د شنبې په ورځ د فوریډا په ایالت کې کمپاین وکړي. کلنټن به د پنسلوانیا په ایالت کې هم د شنبې په ورځ کمپاین وکړي.

د پنسلوانیا ایالت به هم د سږکال په انتخاباتو کې کلیدي نقش ولوبي. د دوشنبې په ورخ به هم کلنټن د جمهوررئیس اوباما او د جمهوررئیس د میرمن میشل اوباما سره یو ځای د پنسلوانیا د مرکز فلادلفیا کې غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG