د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس انتخابات او افغانستان


د امریکا تر ټولو اوږده جگړه په افغانستان کې سږ کال پای ته رسیږي خو د کانگرس د کاندیدانو په انتخاباتي غونډو او د رای ورکوونکو په تصمیم نیولو کې یې ستر اغیزه نه لرله.

د امریکا د ۲۰۱۴ کال د منځمهاله دورې د انتخاباتو به منډوترړلو کې بهرنۍ تگلاره ډیره مطرح نه شوه خو بیا هم په څو غونډو کې پاملرنه په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې او د اوکراین شخړې جلب کړې وه.

د ولسمشر باراک اوباما د ګوند دیموکراتان په تیرو شپږو کلونو کې په سنا کې په اکثریت کې وو او د خپل ولسمشر بهرنۍ تگلاره یې تائیدوله. د افغانستان په اړه د حکومت په تگلاره جمهوري غوښتونکو په بیلابیلو وختونو کې سختې نیوکې کړې دي.

لومړی جدي اختلاف هغه مهال څرگند شو چې جمهوري غوښتونکو له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د ولسمشر اوباما لخوا د نیټې ټاکل، تیروتنه وبلله.

بهرنۍ تګلاره په دودیز ډول د سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو د وزارت دنده بلل کیږي او کانگرس د مشورې، څارنې او استعماعیه غونډو نه وروسته د تائید او یا رد مهر ورباندې لگوي. خو که په دواړو مجلسونو کې جمهوري غوښتونکي اکثریت وګتي، د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا په تگلاره کې به څه بدلون راشي؟

جمهوري غوښتونکې هیله من دي چې په سنا کې شپږ څوکۍ له دیموکراتانو وگټي او اوسنۍ ۴٥ څوکۍ په یوپنځوس بدلې کړي او نه یوازی په کورنیو بلکې په بهرنۍ تگلاره کې هم د ولسمشر اوباما تگلاره له سختو ننګونو سره مخ کړي.

تر دې دمه د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ اساسي جنجالي موضوعگانې کورنۍ وي. د اقتصادي رکود د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر اوباما د پلان څخه نیولې د روغتیا د بیمې او د کډوالۍ په قانون کې تر تعدیل پورې، د کانگرس ډیر وخت په کورنیو مسلو تیر شو.

که په سنا کې یې اکثریت وگاټه، جمهوري غوښتونکي به ښایي په سوریه کې د بشارالاسد منځلارو مخالفاتو ته د لا ډیرو وسلو ورکولو ملاتړ وکړي، د ایران سره د ولسمشر اوباما د حکومت نرم دریځ به ښايي وننګوي او د اوکراین په موضوع به له روسیې سره جدیت وښیي.

د افغانستان د گاونډي هیواد ایران سره د امریکا د دریځ بدلون په افغانستان باندې مستقیم اغیز درلودلی شي. د افغانستان سره د دوه اړخیز تړون د لاسلیک کیدو نه وروسته، د واشنگټن او کابل اړیکو یو څه ثبات موندلی او سملاسي داسې اندیښنې نشته چې ډیر ژر به د پراخې کچې بدلونونه راشي.

د افغانستان له بل مهم ګاونډی پاکستان په اړه هم د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د تګلارو تر منځ ستر بدلونونه نه دې څرګند شوي او تمه نه کیږي چې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې دې د جمهوري غوښتونکو برلاسه کیدل د امریکا او پاکستان په اړیکو کې ستر بدلونونه راولي.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG