د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: له ځان پرته د ګوند د بل کاندید ملاتړ نه کوم


ټرمپ وايي چې هغه د ټډ کروز له ملاتړ نه پرته هم انتخابات ګټلی شي.

ټرمپ وايي چې هغه د ټډ کروز له ملاتړ نه پرته هم انتخابات ګټلی شي.

د امریکا په مقدماتي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند مخکښ کاندید ډونلډ ټرمپ وايي، چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به له ځان نه پرته د ګوند بل کاندید ونه مني او ملاتړ به یې ونکړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ښاغلي ټرمپ دا خبره د سه شنبې په ورځ له سي ان ان تلویزون سره په یوې مرکې کې وکړه. ښاغلي ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې د ګوند له لوري د معرفي شوي کاندیدننګه کړې وه.

له هغه وپوښتل شو چې که جمهوري غوښتونکي ګوند بل کس د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړي، دی به څه کوي، هغه وویل " نه، زه به نور هېڅکله هم داسې ونکړم."

ډونلډ ټرمپ او د ګوند نورو کاندیدانو دا ژمنه کړې او لاسلیک کړې ده، که ګوند د جمهوري ریاست لپاره هر څوک کاندیدوي هغوی به یې تر شا دریږي، د ښاغلي ټرمپ همدغه کار په ګوند کې د هغه ملاتړ هم زیات کړ.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند بل ګاند ټډ کروز دی چې، تر اوسه په مقدماتي انتخاباتو کې په ډونلډ ټرمپ پسې دویم ځای لري.

له هغه همدا پوښتنه وشوه، هغه هم ښکاره ځواب ونه وایه " ډونلډ به د ګوند کاندید نه وي موږ به هغه ته ماتې ورکوو."

خو ټرمپ وايي چې هغه د ټډ کروز له ملاتړ نه پرته هم انتخابات ګټلی شي.

د جمهوري ګوند بل ګاندید جان کاسیز هم زړه نازړه دی چې، د ګوند له لوري د نومول کېدونکي کاندید ملاتړ وکړي کنه، هغه وویل " زه غواړم، چې وګورم دا کمپاین څنګه خلاصیږي."

دا مهال په امریکا کې د جمهوري ریاست مقدماتي انتخابات روان دي، چې تر دې دمه په کې هیلري کلنټن د ډیموکرات ګوند او ډونلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ګوند مخکښ کاندیدان دي.

XS
SM
MD
LG