د لاس رسي وړ اتصالات

فلوریدا او اوهایو - د ټرمپ د سیالانو وروستی چانس


د تیرې شپې په مناظره کې څلور سره کاندیدانو په اقتصاد، تجارت، مهاجرت او تعلیم د نظرتوافق درلود.
د تیرې شپې په مناظره کې څلور سره کاندیدانو په اقتصاد، تجارت، مهاجرت او تعلیم د نظرتوافق درلود.

په فلوریډا کې د پنجشنبې د شپې په مناظره کې د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ډانالډ ټرمپ په خپلې پخوانۍ خبرې ټینګ و چې ګوندي «ډیر شمیر» مسلمانان د امریکا څخه بد وړي.

ټرمپ زیاته کړه چې که چیري جمهوررئیس شو نو په دې به غور وکړي چې د داعش سره د جګړې لپاره ۳۰ زره امریکايي عسکر منځني ختیځ ته ولیږي.

خو مارکو روبیو، د ټرمپ سیال، په چټکی ځواب ورکړ. روبیو وویل چې د افراطي اسلامپالو سره د مقابلې لپاره پکار ده چې امریکا د هغو مسلمانانو سره ګډ کار وکړي او متحد شي چې د افراطیت خلاف دي.

روبیو، د خپل سیال خبرو ته په اشارې، خبرداری ورکړ چې جمهوررئیسان نه شي کولای چې هر څه چې یې په خوله راځي ووایي دا ځکه چې خبرې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې «عواقب درلودی شي.»

ټیډ کروز، بل جمهوري غوښتونکي کاندید، هم په ټرمپ باندي انتقاد وکړ. کروز وویل چې ټرمپ د تجارت او متشدد افراطیت په اړه ډیر ساده نظر لري.

کروز زیاته کړه چې یوازې په دې نه کیږي چې چیغي ووهل شي چې «چین بد دی، مسلمانان بد دي.»

د پنجشنبې د شپې مناظره د جمهوري غوښتونکو د کاندیدانو ترمنځ د پخوانیو مناظرو نه فرق درلود.

په دې مناظره کې څلور سره کاندیدانو په اقتصاد، تجارت، مهاجرت او تعلیم د نظرتوافق درلود.

بل پلو ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند پخواني کاندید بن کارسن د ټرمپ ملاتړ کړی دی.

بن کارسن، چې متقاعد جراح دی، نن په فلوریدا کې د ټرمپ ملاتړ اعلان کړ. هغه وویل چې ډونالډ ټرمپ، یو «خاص» او «انډیوال» سړی دی.

اوس د جمهوري غوښتونکو د پخواني کاندیدان شمیر چې د ټرمپ ملاتړ یې اعلان کړي دی دوو ته ورسید.

د ټرمپ نه د نیوجرسي والي کرس کرستي، چې د جمهوري ریاست لپاره یې ځان کاندید کړی و او بیا تیر شو، هم ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG