د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن څلور او ټرمپ پنځه ایالتونه وګټل


د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لړ کې پرون په پنځو ختیځو ایالتونو کې مقدماتي انتخابات وشول. همداسې یې چې وړاندوینه شوې وه د دواړو ګوندونو مخکښو کاندیدانو وکړی شو چې د خپلو سیالانو په پرتله زیات استازي وګټي.

د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې ډانلډ ټرمپ په پنځو واړو ایالتونو تر خپلو سیالانو مخکې شو. ټرمپ وکړی شو چې په پنسلوانیا، ډیلارو، روډآیلنډ، کنیکټیکټ او میرلینډ ایالتونه وګټل او د خپلو استازو شمیر لا پسې زیات کړ.

ډانلډ ټرمپ د نیویارک په ښار کې خپلو پلویانو ته وویل " زه خپل ځان د ګوند وروستی کاندید ګڼم. " ډانلډ ټرمپ د خپل ګوند د سیالانو سناتور ټیډ کروز او ګورنر جان کیسک نه وغوښتل چې " سیالي دې پریږدي" . ټرمپ په پرونیو مقدماتي انتخاباتو کې د ۹۹ استازو ملاتړ تر لاسه کړي او پدې سره د ټولو استازو شمیر چې ډانلډ ټرمپ تر اوسه ګټلي دي، ۹۴۵ شو. هغه باید چې لږ تر لږه 1237 استازي وګټي چې د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي.

ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل چې " راتلونکي انتخابات به هم د هغوي و ي. "

دیموکراتان:

د دیموکرات په ګوند بیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیري هیلري کلنټن د پنځو ایالتونو نه څلور وګټل او د استازو شمیر ۲۰۲۶ شو. هغه باید چې ټول ټال ۲۳۲۷ استازي وګټي چې د ګوند وروستۍ کاندیده وټاکل شي. د میرمن کلنټن سیال سناتور برني سنډرس په پرونیو انتخاباتو کې یوازې د روډ آیلنډ ایالت وګاټه او د استازو شمیر یې ۱۲۹۲ شو.

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو دوه کاندیدانو جان کیسک او ټیډ کروزلاس یو کړی و چې په مقدماتي انتخاباتو کې به په ځینو ایالتونو کې یو بل ته تیر شي.

هغوي کوښښ کوي چې پدې سره د مخکښ کاندید ډانلډ مخه ډب کړي او پرېنږدي چې هغه لږ تر لږه 1237 استازي وګټي او د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي.ډانلډ ټرمپ دغه کار " خواشیونکی" وګاڼه او د انتخاباتو سیستم یې تقلبي ګڼلی.

XS
SM
MD
LG